د ایران خارجه وزیر د پاکستان لومړي وزیر ته مبارکي ورکړه
Mar 03, 2024 17:31 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف ته مبارکي وویله.
د ایران خارجه وزیر وویل چې زه شهباز شریف ته د پاکستان د څلرویشتم لومړي وزیر په توګه مبارکي وایم او زیاته یې کړه د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو سویو کښې له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړي کولو اراده لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل زه د راتلونکي کلونو لپاره د پاکستان لپاره د امن ، د سلامتیا او د ثبات دعا کوم.
دغه راز په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم شهباز شریف ته د نوي لومړي وزیر د جوړیدا په مناسبت مبارکي ویلي ده.
ټیګونه