ایران او قطر دسرحدي امنیت په تامینولو کې هڅې لا زیاتوي
سردار محمد رضا قرائي آشتیاني د خالد بن محمد العطیه په رسمي بلنې سره،او دد قطر له لوړپوړو پوځي او دفاعي چارواکو سره د خبرواترو او همداراز د سمندری دفاع د توانمنیو د نندارتون په پرانیستونکو دستورو او کتنې کې د شتون لپاره دوحې ته تللی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمدرضا آشتیاني په دوحې کې د قطر له دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه سره په کتنې کې په لویدیځي اسیا سیمې کې له یواړخیزتوب سره دمقابلې ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ، ددفاعي او امنیتی تعاملاتو او د غزې تړانګې دترټولو وروستیو بدلونونو پشمول د مختلفو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې.
سردار محمد رضا قرائي آشتیاني د خالد بن محمد العطیه په رسمي بلنې سره،او دد قطر له لوړپوړو پوځي او دفاعي چارواکو سره د خبرواترو او همداراز د سمندری دفاع د توانمنیو د نندارتون په پرانیستونکو دستورو او کتنې کې د شتون لپاره دوحې ته تللی دی.
د ایران دفاع وزیر د هوافضا د صنعت (توغندي)،د الیکټرانیک او مخابیراتي صنائعو، د هوائي صنعت او ددفاع صنائعو د ادارې په زمینې کې د خپلو سمندری بریاؤ او محصولاتو د سټال په رامینځةکولو سره په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
د سمندری دفاع د توانمنیو نندارتون (Dimex ) دهغو سمندری دفاعي وړتیاؤ نندارتون دی چې د قطر په دوحې کې د درستې نړۍ د اتیاؤ هیوادونو په شتون سره ترسره کیږي.
قطر دایران د اسلامی جمهوریت په بهرنی سیاست کې په لومړیتوب سره او یو هدف هیواد دی او ددواړو هیوادونو داړیکو دتاریخ ته کتنه هم د اړیکو تل د مخه په وده او ژورتیا ښودنه کوي.