په ایران کې د اسرائيلو د موساد یو عامل پانسي شو
د اصفهان ولایت دلوي څارنوال په وینا،د اسرائیلو د موساد عامل ترهه ګر دپانسۍ فیصله نن دمارچ په څلورمه نیټه اجرا شوه او دغه ترهه ګر عامل خپل انجام ته ورسید.
د صهیونیسټ رژيم د جاسوسي ادارې موساد یو عامل ترهه ګر چې نیّت ئې درلود،د ایران په مرکز اصفهان کې ددفاع وزارت یو ورکشاپ وچاودوي ، پانسي کړ.
د ۲۰۲۳کال د جنورۍ په ۲۸نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزارت د یوې خبرتیا په اعلانولو سره وئيلي چې په اصفهان کې د ایران د دفاع وزارت د ورکشاپونو یو کمپلیکس باندې د یوه وړونکي مارغه ډول ډرون څخه په استفادې سره ناکامه حمله شوې او د مخه نیونکي دفاعي سسټمونو په تمهیداتو سره یو مارغۀ په کمپلیکس ولګید او دوه نور هم د مخه نیونکي سسټم په منګولو کې ګیر او تباه شول.
سحاب خبري چینل راپور ورکړ،د اصفهان ولایت لوي څارنوال حجةالسلام اسد ا...جعفری په یولړڅرګندونو کې ووئیل، په اصفهان کې ددفاع وزارت په کمپلیکس باندې له ناکامې حملې وروسته،د موساد عامل له ایرانه په جعلي هویّت سره بهر ځي،خو دیارلس ورځې وروسته د قضائی ادارې په غږملتیا او د ایران د امنیتي ځواک په زیار او هڅو سره په یوه ګاونډي هیواد کې نیول کیږي.
د اصفهان ولایت دلوي څارنوال په وینا،د اسرائیلو د موساد عامل ترهه ګر دپانسۍ فیصله نن دمارچ په څلورمه نیټه اجرا شوه او دغه ترهه ګر عامل خپل انجام ته ورسید.