د ایران بهرنیو چارو وزیر عربستان ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147154-د_ایران_بهرنیو_چارو_وزیر_عربستان_ته_ولاړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه عربستان ته تللی دی.
(last modified 2024-03-05T05:50:07+00:00 )
Mar 05, 2024 10:16 Asia/Kabul
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر عربستان ته ولاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې د ګډون په موخه عربستان ته تللی دی.

په غزې کې د فلسطین په مظلومو خلګو باندې د اسرائیل د رژیم د جنایاتو او نسل وژنې د سملاسي بندېدو په موخه  د اسلامي همکاریو سازمان د ایران په غوښتنې او د عربستان په کوربه توب سره، په جدې ښار کې یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په یاده غونډه کې د ګډون په موخه جدې ته تللی دی.

ټاکل شوې ده چي د ایران خارجه وزیر په غونډه کې وېنا وکړي او په غزې کې د فلسطینیانو د ژغورلو او د اسرائیل له رژیم سره د مقابلې لپاره ځینې وړاندیزونه وکړي.

همداشان د ایران بهرنیو چارو وزیرد غونډې په ترڅ کې به هم د اسلامي هیوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم جلا جلا کتنې وکړي.