د مهسا امیني ملاتړي ولې د اسرائیلو په جنایتونو چپ دي؟!
زمونږ خبریال راپور راکړی یوه شناند وویل چې ولې د ایران د یوې انجلۍ «مهسا امیني »دروغجنو ملاتړو د اسرائیلو د جنایتونو په مقابل کښې چوپتیا غوره کړي ده؟!.
د یوه سیاسي شناند «محمد حسین قدیري ابیانه» لمه نظره د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو جنایتونو د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه سیاست یوځل بیا په ګوته کړه.
هغه پوښتنه کړي ده ولې هغو کسانو چې ځانونه یې د «مهسا امیني» ملاتړي بلل د غزې تړانګې په هکله چوپتیا غوره کړي ده.
«محمد حسین قدیري ابیانه» وویل له اسرائیلو څخه د لویدیځو هیوادونو ملاتړ یوازې تر خبرو پورې محدوده نه و بلکې دغه رژیم ته یې ډول ډول او قسم قسم وسلې ورکړې؛ او د هغو توغندیو وزن چې له امریکا څخه اسرائیلو ته انتقال شوي دي دوه ټنه دی.
د اروپا پارلمان د ایران د انجلۍ« مهسا امیني او د نورو اعتراض کونکو ښځو درنښت وکړ او د بیلجیم خارجه وزیر او په پارلمان کښې دوو نورو قانون جوړونکو د مهسا امنیتي په مړینې باندې اعتراض کښې خپل ویښتان وخریل.
د سیاسي چارو شناند« محمد حسین قدیري ابیانه» وویل همدغو کسانو چې په دروغو ادعا سره یې ویل مهسا امیني د ایران د حکومت لخوا وژل شوي او وزیرانو یې د کیمرو مخ ته خپلې ویښتان قیچي کول د فلسطین د غزې تړانګې په هکله نه یوازې چوپتیا غوره کړي ده بلکې د اسرائیلو ملاتړ هم کوي.
مهسا امیني یوه ایرانۍ انجلۍ وه چې په دوه زره دوه ویشتم(۲۰۲۲) میلادي کال کښې د پولیسو په مرکز کښې ورته د زړه ناروغۍ ورپیښه شوه او درې ورځې وروسته په روغتون کښې مړه شوه.
په داسې حال کښې چې د ایران د پولیسو د کیمرو تصویرونو هغې ته د هیڅ تاوان د نه رسیدا ښودنه کوله خو د لویدیځو هیوادونو د اسرائیلو رسنیو د ایران د عمومي افکارو په لمسولو او په ایران باندې د دباو په هدف سره په بیلابیلو موضوعګانو کښې د زن، زندګي ، ازادي په شعارونو سره د ایران د حکومت پرضد پراخ تبلیغات او پروپاګنډې پیل کړې.