درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بېلېدونکې او تلپاتې برخه ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بېلېدونکې او ابدي برخه ده او د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې اترې نه زغمي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی«ناصر کنعاني چافي» د چهارشنبې په ماښام د ایران د درېیو ټاپوګانو په هکله د کویټ د امیر د سفر او د دغه هېواد د ملکیت د ادعا په هکله د متحده عربي اماراتو د وروستۍ څرګندونې په غبرګون کې وویل: لکه څنګه چې په ځلونو ټینګار شوی دی، د بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بیلېدونکې او ابدي برخه ده او په دې بیانیه کې یا په نورو غونډو کې تکراري څرګندونې د دوی اشاره، کوم سیاسي او حقوقي ارزښت نه لري او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د آرش میدان په تړاو د کویټ د ادعا د تکرار په اړه څرګنده کړه: په بیانونو کې یو اړخیزې ادعاګانې د ادعا کوونکي لپاره هېڅ حق نه رامنځته کوي.
کنعاني چافي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو دوه اړخیزو خبرواترو د تاریخي حقوقو او اسنادو په اساس، چمتو دی چې د کویت له حکومت سره د ګډو ګټو د درناوي په چوکاټ کې خبرو اترو ته دوام ورکړي.