درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بېلېدونکې او تلپاتې برخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147278-درې_ټاپوګان_د_ایران_د_خاورې_نه_بېلېدونکې_او_تلپاتې_برخه_ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بېلېدونکې او ابدي برخه ده او د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې اترې نه زغمي.
(last modified 2024-03-07T05:25:21+00:00 )
Mar 07, 2024 09:37 Asia/Kabul
  • درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بېلېدونکې او تلپاتې برخه ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بېلېدونکې او ابدي برخه ده او د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خبرې اترې نه زغمي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی«ناصر کنعاني چافي» د چهارشنبې په ماښام د ایران د درېیو ټاپوګانو په هکله د کویټ د امیر د سفر او د دغه هېواد د ملکیت د ادعا په هکله د متحده عربي اماراتو د وروستۍ څرګندونې په غبرګون کې وویل: لکه څنګه چې په ځلونو ټینګار شوی دی، د بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب درې ټاپوګان د ایران د خاورې نه بیلېدونکې او ابدي برخه ده او په دې بیانیه کې یا په نورو غونډو کې تکراري څرګندونې د دوی اشاره، کوم سیاسي او حقوقي ارزښت نه لري او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د آرش میدان په تړاو د کویټ د ادعا د تکرار په اړه څرګنده کړه: په بیانونو کې یو اړخیزې ادعاګانې د ادعا کوونکي لپاره هېڅ حق نه رامنځته کوي.

کنعاني چافي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو دوه اړخیزو خبرواترو د تاریخي حقوقو او اسنادو په اساس، چمتو دی چې د کویت له حکومت سره د ګډو ګټو د درناوي په چوکاټ کې خبرو اترو ته دوام ورکړي.