د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې ناستې ترسره کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147712-د_ایران_او_پاکستان_ترمنځ_د_سوداګریزې_ناستې_ترسره_کېدل
د اسلام آباد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربه توب، د ایران او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د فرصتونو د تشریح او د سوداګریزو بدلونونو د بیا کتنې لپاره د غونډې ترسره کېدل، د سوداګریزو او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د هوډ ښودنه کوي.
(last modified 2024-03-15T08:25:14+00:00 )
Mar 15, 2024 12:50 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې ناستې ترسره کېدل

د اسلام آباد د سوداګرۍ او صنایعو خونې په کوربه توب، د ایران او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د فرصتونو د تشریح او د سوداګریزو بدلونونو د بیا کتنې لپاره د غونډې ترسره کېدل، د سوداګریزو او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د هوډ ښودنه کوي.

په دې سوداګریزه ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو بدلونونو، د سرحدي بازارونو د پرانیستلو پر اهمیت، د اورګاډي او سړک له دهلیزونو پر ګټه اخیستلو، د دواړو هېوادونو د بندرونو د نښلولو، د بانکي کانال د پرانیستلو او د ایران او پاکستان د سوداګرۍ خونې ترمنځ د متقابلو اړیکو د زیاتوالي په اړه د نظر تبادله وکړه.

په پاکستان کې د نوي حکومت پیلېدو ته په پام سره، د دغه هېواد او ایران ترمنځ سوداګریزه او اقتصادي غونډه ډېر اهمیت لري، ځکه چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د هغه د حکومت کاري پلان دا دی، چې په لسو کلونو کې دغه هېواد یو مهم اقتصادي هېواد جوړ کړي، چې د دغه اوږد مهاله پلان د عملي کولو یوه لاره، د پاکستان او د هغه د ګاونډیانو په تېره بیا، د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی دی.

په هرصورت، په پاکستان کې د ایران د سفیر رضا امیري مقدم په وینا، د پاکستان له دوست او ورور هېواد سره د اړیکو په اړه د تهران نظر، ستراتیژیک او اوږدمهاله دی.

د پاکستان د چاروکارپوه "عباس خټک" په دې اړه وايي:

"ایران او پاکستان سربېره پردې چې د ډېرو مشترکاتو په درلودو سره، دوه ګاونډي هېوادونه دي، د اقتصادي همکاریو د سازمان (ایکو) مهم غړي هم دي. له دې سره، په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر منځ د اړیکو کچې،  د تهران او اسلام آباد رضایت نه دی ترلاسه کړی او دا په داسې حال کې ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېر ظرفیتونه لري.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو ۱۱ مياشتو کې د ايران او پاکستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ کچه، په ۱۱ سلنې زياتوالي سره، ۲ میليارډو او ۵۰۰ میليونو ډالرو ته رسېدلې ده، دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ موخه، ۵ ميليارده ډالرو ته رسېدل وه، چې دا موخه تر اوسه نه ده ترلاسه شوې. بې له شکه، د ایران او پاکستان د آزاد تجارت د موافقې پرمختګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا سبب ګرځي .

په دې لړ کې څو مهم ټکي د پام وړ دي، لومړی دا چې پاکستان باید د خپلو مالي پلانونو په پرمخ بیولو په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د بهرنیو مسلو تر اغېزې لاندې را نه شي، دویم دا چې د پاکستان نوی حکومت باید د شرایطو په درک سره، له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د ایران له اسلامي جمهوریت سره، د اړیکو د پراختیا لپاره عملي پلان ولري او په دې برخه کې د اسلام آباد لېوالتیا له شعارونو او عمومي مسایلو پورته وي.

په هر صورت، تمه ده چې اسلام آباد ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي راتلونکی سفر به، د ایران او پاکستان په اړیکو کې د یو نوي باب د پرانېستلو لامل شي، هغه سفر چې نه یوازې د پاکستان حکومت، بلکې د دغه هېواد خلک هم ورته شېبې شماري.