ایران له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو او د سیاحت د تجربو په ورکولو کښې مرسته کوي
Mar 17, 2024 17:21 Asia/Kabul
ایران له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو او د سیاحت د تجربو په ورکولو کښې مرسته کوي
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت فرهنګي سلاکار د دغه وزارت له مالي او اداري مرستیال سره په کتنه کې د تحصیلي بورسونو د برابرولواو د سیاحت او کلتوري تجربو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د بېلابېلو نندارتونونو د جوړولو، د ساینس او ټکنالوژۍ پارکونو، لاسي صنایعو او د ګرځندوی او سیاحت پر پراختیا هم خبرې وشوې.
ایران د سیاحت په برخه کښې له افغانستان سره ملګرتیا ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.