Mar 19, 2024 07:46 Asia/Kabul
  • د بشري حقوقو د شورا د حقیقت لټوونکي پلاوي رپورټ قانوني حیثیت نه لري

د بشري حقوقو د شورا د حقیقت لټوونکي پلاوي رپورټ قانوني حیثیت نه لري

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشری حقوقو د کمیټې منشي په دې باندې په تاکید سره چې د ایران په خلاف د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا د تش په نامه حقیقت موندونکې ډلې راپور قانوني او حقوقي اعتبار نه لري، وویل: د حقیقت موندنې تش په نامه ډله په قصدي ډول حقایق اپوټه ښايي.

د ایرنا د راپور له مخې کاظم غریب آبادي پرون په جینیوا کښې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا په ۵۵مه غونډه کښې د ایران خلاف د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د تش د نامې حقیقت لټوونکې کمیټې رپورټ له قانوني او حقوقي اعتباره خالي وباله او هغه یې رد کړ.

هغه په یاده غونډّ کښې په دې خبرې سره چې تش د نامې حقیقټ موندونکې کمیټه د ځینو لویدیځو هیوادونو د سیاسي لابي پالنو په پایله کښې جوړه شوې او د هغې رپورټ هم د دغو هیوادونو په دباؤ کښې لیکل شوی دی، څرګنده کړه: په دې سیاسي جنګ کښې اصلي رول د جرمني حکومت یعنې هم هغه هیواد لوبولی دی چې د صدام رژیم یې په ډل وژونکو کیمیاوي وسلو سنبال کړ او د دغو وسلو د کارولو له امله له ۱۳ زرو زیات ایراني ښاریز شهیدان شول او څه باندې یو لاک نور زخمي شول.

 

ټیګونه