د مریم رجوي له ترهګرې ډلګۍ د ۸ امریکايي سینټرانوملاتړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i148092-د_مریم_رجوي_له_ترهګرې_ډلګۍ_د_۸_امریکايي_سینټرانوملاتړ
د منافقینو د ترهګرې ډلې له غړیو د دغو سناتورانو ملاتړ په داسې حال کښې شوی دی چې دغه ترهګره ډله تر ۲۰۱۰ میلادی کال پورې د امریکا، کاناډا او اروپایی اتحادیې د بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کښې وه خو له هغه وروسته او له ایران سره د دښمنۍ په هدف سره د امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو له دغه لېست وایستل شو.
(last modified 2024-03-24T05:07:54+00:00 )
Mar 24, 2024 09:32 Asia/Kabul
  • د مریم رجوي له ترهګرې ډلګۍ د ۸ امریکايي سینټرانوملاتړ

د منافقینو د ترهګرې ډلې له غړیو د دغو سناتورانو ملاتړ په داسې حال کښې شوی دی چې دغه ترهګره ډله تر ۲۰۱۰ میلادی کال پورې د امریکا، کاناډا او اروپایی اتحادیې د بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کښې وه خو له هغه وروسته او له ایران سره د دښمنۍ په هدف سره د امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو له دغه لېست وایستل شو.

 

 د پارس  ټو  ډی  له راپور سره سم ۸ امریکايي سناتورانو د البانیا د پلازمېنې تیرانا په «اشرف ۳» کمپ کې د منافقینو د تروریستي ډلې (مجاهدین خلق) له غړیو د امریکا د حکومت د محافظت  غوښتنه وکړه.

د دې پلان وړاندې کوونکي له  جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دي.

د منافقینو د ترهګرې ډلې له غړیو د دغو سناتورانو ملاتړ په داسې حال کښې شوی دی چې دغه ترهګره ډله تر ۲۰۱۰ میلادی کال پورې د امریکا، کاناډا او اروپایی اتحادیې د بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کښې وه خو له هغه وروسته  او له ایران سره د دښمنۍ په هدف سره د امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو له دغه لېست وایستل شو.

Image Caption

 

دا تروریستي ډله د زندان، ساه بندۍ او غلامۍ پر بنسټ جوړه شوې وه. جبري غړیو ګمارل ، په کمپ کې دننه د غړو بندي کول او له بهرنۍ نړۍ څخه جلا کول، په زور طلاق او ودونه  ، د غړو دمغزو د  مینځلو لپاره د ذهني هڅونې کارول او داسې نور یوازې ځینې رودې دي چې د دې خطرناکې ترهګرې ډلې په کمپونو کې څو ځلې مستند شوي دي.

Image Caption

 

په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د منافقینو ډلې په ایران کې دننه ترهګریز بریدونه وکړل او له هغه ځایه یې د ایران د خلکو په ذهنونو کې د یوې کرکجنی  ډلې په توګه خپل نوم ځای کړ.

د ایران د خلکو په ضد د منافقینو د ترهګرې ډلې له ډیرو جنایتونو سره سره د امریکا سیاستوال له دغې ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا حکومت البانیا دې ته اړ کړ چې د دې ترهګرې ډلې غړي د کډوالو په توګه ومني.

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب له پیله تراوسه د منافقینو ترهګرې ډلې په مختلفو ترهګرو عملیاتو کښې څه دپاسه ۱۷ زره ایرانیان ترور کړي دي .  

د ایران ضد مظاهرې او په بهرنیو رسنیو کې د ایران خلاف تبلیغات  د مریم رجوي په مشرۍ د دغې ډلې له خوا ترسره کیږي.

په وروستیو کلونو کې د مجاهدین ترهګرې ډلې غړو په بېلابېلو ژبو په ټولنیزو شبکو کې د ایران پر ضد او د امریکا د بندیزونو په ملاتړ څرګندونې کړې دي.