ایراني نجونو د آسیا او آرام سمندر پر واورو د هاکي لوبې اتلولي وګټله
پارس ټوډې - د ایران د ښځو پر واورو باندې د هاکي ملي ټیم په اقتدار سره د آسیا او اقیانوسیه د یخ هاکي د سیالیو اتلولي وګټله.
د ایران د ښځو د یخ هاکي ملي ټیم پرون شنبه د آسیا او اقیانوسیه د یخ هاکي د سیالیو په فاینل کې، فیلیپین ته د صفر پر څلور په ماتې ورکولو سره، د آسیا او اقیانوسیه د یخ هاکي سیالیو اتل شو.
په دغو سیالیو کې ایراني نجونو د آسیا او اقیانوسیه د یخ هاکي په سیالیو کې په خپل دویم ځل ګډون سره، اماراتو، قرغیزستان، هندوستان او فیلپین ته په ماتي ورکول سره، د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه سیالۍ د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې ترسره شوې.
د ايران د ښځو د يخ هاکي ملي لوبډلې تېر کال هم د آسيا او آرام سمندر د يخ هاکي په سياليو کې په لومړي ځل ګډون سره، دویم مقام خپل کړی وو.
اصلي کلمې: په ایران کې د ښځو لوبې، په ایران کې د ښځو وضعیت څنګه دی؟ د ایراني ښځو لاسته راوړنې، له حجاب سره لوبې، آیس هاکي