Apr 01, 2024 13:02 Asia/Kabul
  • د ایران د درې کسیز باسکټبال ټیم د آسیا جام په سیالیو کې دویم شو

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د نارینه وو د باسکټبال درې کسيزه ملي لوبډله، د اسيايي جام په سياليو کې دویم مقام خپل کړ.

د ایران د باسکټبال ملي ټیم چې د لومړي ځل لپاره د آسیا کپ په فاینل کې د ګډون لپاره بریالی شوی وو، د آسټرالیا پر وړاندې د ماتې په منلو سره، د دې سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.

د آسیا - سینګاپور د ۲۰۲۴ کال د آسیا جام سیالیو فاینل ته د رسېدو په لاره کې د ایران د باسکټبال درې کسیزه ملي لوبډلې، د چین تایپي، هانګ کانګ، چین، سینګاپور، جاپان او نیوزیلنډ لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

کلیدي کلمې: د ایران لوبې، په ایران کې باسکټبال، آسیا کپ، په ایران کې ګروپي لوبې، په ایران کې لوبې

ټیګونه