Apr 08, 2024 15:16 Asia/Kabul
  • د ایران د پرکوَټو میرمنو والیبال ټیم پر جرمني،جاپان او تایلینډ بریالی شو

ددغو سیالیو اتل ټیم  به د پاریس ۲۰۲۴کال  په پاراالمپک لوبو کې د شتون مجوز ترلاسه کړي.

پارس ټو ډې – د ایران د پرکوَتو میرمنو  والیبال ټیم  دجرمني د پرکوَتو میرمنو پر ټیم په بریالیتوب سره  د پاراالمپک ټاکونکو  سیالیو په فاینل  کې د شتون په یوه ګام کې راغلی دی.

 د پاریس پاراالمپک د پرکوَټو  والیبال  ټاکنیزې سیالۍ په چین کې د ډالي ښار په کوربتوب سره  ترسره کیږي او د ایران د  پرکوَټو میرمنو  والیبال ټیم نن د جرمني په وړاندې مقابله وکړه  او د صفر په مقابل کې په درو ګولو نو سره ئې  ورته ماته ورکړه. له دې مخکې پر جاپان او تایلینډ بریالی شوی ؤ.

ددغو سیالیو اتل ټیم  به د پاریس ۲۰۲۴کال  په پاراالمپک لوبو کې د شتون مجوز ترلاسه کړي.

 

 

ټیګونه