Apr 14, 2024 12:23 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د استعماري رژیم پرضد د ایران د رښتیوني وعدې د عملیاتو پیغام

پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ایران د یوه پوځي رکن په توګه نن د یکشنبې په ورځ چې د څوارلس سوه درېم هجري لمریز کال د وري شپږویشتمه نیټه کیږي سهار وختي په سلګونو بې پایلوټه الوتکو او توغندیو سره د نیواکي فلسطین( اسرائیلو) په داخل کښې په مهمو او سټراټيژیکو هدفونو باندې بریدونه وکړل.

د ایران د بریالیو او د غرور رامینځته کونکو او د تاریخي عملیاتو په هکله ډیرې خبرې شته چې «ید الله جواني »یې څو ټکو ته اشاره کړي ده:

۱ د ایران صداقت  

د ایران دغه پوځي عملیات «وعده صادق »یعني رښتیوني ژمنه ونومول شوه چې هم دوستان او هم دښمانان پوه شي چې د ایران اسلامي جمهوریت په هغه څه چې وايي یې عمل کوي.

د ایران دغو پوځي عملیاتو وښودله چې د اسلامي انقلاب حکیم مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  خبرې چې وواهه او وتښتیږه  یا یو ګوزار وکړې نو لس ګوزارونه خورئ سمې ، منطقي او رښتیوني خبرې وې او دي.

۲ د جایزې دفاع اصل

د ملګروملتونو د منشور پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت اقدام یو کاملا سم اقدام او د جایزې دفاع د اصل پراساس ترسره شوی دی.

د وعده صادق یعني د رښتیوني ژمنې پوځي عملیات د سوریې په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې په حملې او د ایران د اسلامي جمهوریت د یوشمیر پوځي سلاکارانو د شهیدولو په شمول د صهیونیسټ رژیم ډیرو جنایتونو او تیریو ته یو ځواب دی.

۳ په ملي امنیت کښې د ایران جدیت

په دغه وخت کښې د ایران د ملت لپاره د دغو پوځي عملیاتو ترسره کول د ملي امنیت د تامینولو او د دښمن د ګواښونو په وړاندې د پوځي دفاع د سویې د لوړتیا او ساتلو په لړ کښې یو ضرورت و.

د وعده صادق پوځي عملیاتو په حقیقي ډول د ایران د ملت د پوځي او د دفاعي توان یوه کوچنۍ برخه نندرې ته وړاندې کړه.

د ایران دښمانان باید دغه ټکي ته له مخکې څخه زیات پام او غور وکړي او له دې وروسته د ایران د ستر او د قدرتمن ملت په مقابل کښې هیڅ محاسباتي غلطۍ ونکړي.

۵ د وسپنیز ګبند یعني ایرن ډوم توغندوي سیسټم  دروغوالی

د ایران په وعده صادق یعني رښتیوني ژمنې عملیاتو کښې د اسرائیلو د وسپنیزې ګونبسې ناتوانۍ له مخکې څخه زیاته ښکاره شوه.

په دغو پوځي عملیاتو کښې د ایران جوړ څه د پاسه نیمايي توغندي او بې پایلوټه الوتکې چې له ډیر لیرې څخه توغول شوي وو د اسرائیلو  له دفاعي سیسټمونو په تیریدا سره په دقت سره ټاکل شوي هدفونه له مینځه یوړل.

۶ د اسرائیلو د تیریګرۍ د دوام لپاره خبرداری

د ایران اسلامي جمهوریت په ټول صراحت سره له عملیاتو مخکې او وروسته وویل د صهیونیسټ رژیم هر ډول غبرګون به بل تیری وګڼل شي او ایران به  نور سخت ځواب ورکړي.

۷ امریکا ته خبرداری

امریکا باید د ایران پیغام او ګواښ جدي وګڼي او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد په احتمالي اقدام کښې له صهیونیسټ رژیم سره هر ډول ملګرتیا کولو ډډه وکړي.

امریکا په ښه ډول پوهیږي چې د محاسباتي غلطۍ او له صهیونیسټي جنایتکار رژیم سره د ملګرتیا په بڼه کښې په سیمه او له سیمې ورهاخوا هیوادونو کښې د امریکا ټول ځواکونه او اډې د ایران د اسلامي جمهوریت او د هغه د مقاومت د جبهې په مقابل کښې ډیر تاوان لیدونکي دي.

۸ د سیمې د امنیت په ساتلو کښې د ګاونډیو د ملګرتیا اهمیت

د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چې د ګډو ګټو او د ښه ګاونډیتوب د اصل پراساس د سیمې له ټولو هیوادونو په تیره بیا ګاونډیانو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی؛ خو ایران دغه پیغام هم د سیمې ټولو هیوادونو او ګاونډیانو ته په صراحت سره ورکړی چې د محاسباتي غلطۍ د ترسره کولو او د یرغل لپاره د ایران د ملت د دښمانانو په واک کښې د خپلې خاورې او د هوايي حریم د ورکولو په بڼه کښې دغه هیوادونه به له دښمن سره د مقابلې لپاره د ایران د جایزې دفاع په هدف باندې بدل شي.

د صهیونیسټ رژیم بیلابیلو جنایتونو ته د پریکنده ځواب او د صهیونیسټ رژیم پرضد د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له پوځي بریدونو د ایران د خلکو د ملاتړ اعلانولو ، د خوشحالۍ او جشن ترسره کولو وښودله دغه عملیات د ایران د ملي ارادې او د عزم او د یوه عمومي حق د غوښتنې پراساس ترسره شوي دي.

۱۰ د ایران د سیمه ئیز او د نړیوال اقدام روا والی

په سیمه او له سیمې ورهاخوا هیوادونو کښې د نورو ملتونو خوشحالۍ او ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت د اقدام د نړیوال روا والي ښودنه کوي.

۱۱ د ایران سم دفاعي سیاست، د نړۍ لپاره بیلګه

دغو پوځي عملیاتو چې کاملا دفاعي ماهیت او د صهیونیسټ رژيم جنایتونو ته ځواب دی وښودله چې د ایران د توغندوي قدرت  او د دفاعي بنسټ د پیاوړتیا پراساس په تیرې لسیزې کښې د اسلامي انقلاب د حکیم مشر او د ټولو قواو د قومندان دور اندیشیانې او د ایران د اسلامي جمهوریت سیاستونه سم، عالمانه او د حقیقت پراساس وو او دي.

دغه چاره د نړۍ د نورو پتیالیو هیوادونو او ملتونو لپاره یوه بیلګه کیدلای شي.

۱۲ مهم او درس ورکونکی ټکی د باطل د جبهې پرضد د حق د جبهې په نهايي بریالیتوب باندې د ایران د وسله والو ځواکونو او د ایران د ملت اعتماد او اعتقاد دی.

په دې خبره کښې هیڅ شک نشته صهیونیسټ رژیم چې هر ډول سیاست او  اقدام غوره کړي په هغه سیاست او اقدام سره یوازې خپل ځان د خپل ناجایز، ظالمانه او د جنایتکارانه موجودیت ختمیدا ته له پسې نږدې کوي.

 

 

ټیګونه