Apr 14, 2024 15:25 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د تیري پرضد د ایران د توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د عملیاتو ځانګړتیا

پارس ټوډې ـ د ایران «وعده صادق» یعني د رښتیوني ژمنې عملیات سره له دې چې د یوه نهايي جنګ پراساس نه وو او پکښې د ایران ټول پوځي توان او ټیکنالوژۍ نه ده کارول شوي خو یو ځل بیا یې د ایران توغندوي قدرت او د توغندیو د نښې د مینځ ویشتل نندرې ته وړاندې کړ.

د اسرائیلو د ماشومانو د وژونکي رژيم پرضد د ایران دغو عملیاتو چې په سوریې کښې د تهران د سفارت په کنسولي برخې باندې د تل اویو تیریو ته په ځواب کښې وشول یوشمیر ځانګړتیاوې لرلې چې ځینې یې په دې ډول دي:

۱ د اسرائیلو پرضد د  ایران د وعده صادق یعني د رښتیوني ژمنې د عملیاتو لپاره د «یارسول الله» له معنا څخه د ډک رمز انتخاب یو مهم پیغام درلود او هغه دا چې د ایران اسلامي جمهوریت بیګا شپه په ټوله دنیا کښې د ټول اسلامي امت په استازي توب په صهیونیسټ رژیم بریدونه وکړل.

۲ ایران د صهیونیسټانو د  سرې کرښې د ټاکلو په اپوته هم له خپلې خاورې او هم د اسرائیلو له هیلې ورهاخوا لا سترې او لوې حملې وکړې.

۳  په وعده صادق یعني رښتیوني ژمنې عملیاتو کښې ایران او د مقاومت چورلیز خپل تر ټولو یرغلیز پوځي عملیات په داسې حال کښې تجربه کړل چې نه یوازې اسرائیلو بلکې د هغه تر ټولو اصلي متحدې امریکا خپل تر ټولو دفاعي پوځي شرایط تیر کړل.

بیګا اسرائیلو  یوازنی کار چې کولای یې شو وکړي دا  و چې کم توغندي ورباندې ولګیږي او کم تاوان وویني.

۴ د ایران د وعده صادق پوځي عملیاتو وښودله چې د ایران په باره کښې یو تر ټولو مهم پوځي او سټراټيژیک اټکل رښتیا دی ، داسی اټکل چې کلونه کلونه کیږي د ایران اسلامي جمهوریت کولای شي په یووخت د لویدیځې اسیا اکثره هیوادونه د دښمانانو پرضد په یوې منظمې جبهې کښې راولي او پوځي عملیاتو ته یې ورداخل کړي.

۵ د  ایران د وعده صادق پوځي عملیات سره له دې چې طراحي او پلانونه یې د یوه نهايي جنګ پراساس نه وه او پکښې د ایران ټول پوځي توان او ټیکنالوژۍ نه وه کارول شوي خو یوځل بیا یې د ایران توغندوي قدرت او د توغندیو د نښې مینځ ویشتونکی قدرت نندرې ته وړاندې کړ.

ایران یوازې په پوځي هدفونو باندې بریدونه وکړل او په دومره زیاتو توغندیو ویشتلو سره یې د هدف په ویشتلو کښې هیڅ غلطي ونکړه.

ایران په دې سربیره د ایران د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو په مقابل کښې د اسرائیلو د پوځي ټیکنالوژۍ ناتوانۍ هم نندرې ته وړاندې کړه.

۶ د وعده صادق د پوځي عملیاتو د اړخونو په باره کښې د توغندیو د ویشتلو د جغرافیې ، د توغندیو د ویشتلو لپاره د هدف وړ سیمو، د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو د ډول ډول والي او د شمیر او د دښمن د مرګ ژوبلو او د تاوانونو او د ایران د یرغلیزې حملې د عملیاتي او د استخباراتي اړخونو په هکله ډیر خبرې شته چې تراوسه نه دي بیان شوي.

خو لومړنی پریکنده اخیستون دا دی چې ایران د دنیا د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو یو تر ټولو ستر پرمختللي عملیات ترسره کړي دي.

۷ د ایران د وعده صادق عملیاتو په سیمه کښې د امریکا د تر ټولو پرمختللي متحد په توګه د اسرائیلو د ټیکنالوژیک او د پوځي توان په هکله له توهم څخه ډکې ادعاګانې ښکاره کړې.

په دوې کښې یوه ادعا دا وه چې د ایران دښمانان دغه وس لري په پرمختللي ټیکنالوژیو سره د الیکټرونیک جنګ په چوکاټ کښې د ایران له اقدام څخه مخکې د ایران توغندي او د توغندیو لانچ پیډونه له کاره وغورځوي.

نورې ادعاګانې او ورته له توهم څخه ډکې قیصې هم چې په دغو تیرو کلونو کښې شوي دي هم په دغه فهرست کښې ورشاملولای شو او هغو ته اشاره کولای شو.

۸  د ایران د وعده صادق په عملیاتو سره لویدیځه اسیا سیمه په دوو برخو یعني مخکې  او وروسته برخو باندې ویشل کیږي.

ایران ډیر محاسبات ګډوډ کړل او د سیمې د سټراټيژکو محاسباتو له ګډوډولو لا مهم د دغه مهم پیغام انتقالول و چې ایران له دې وروسته د نویو محاسباتو پراساس عمل کوي او د انډول بدلیدل پیل شوي او مقابل لوری هم د هغه له منلو پرته بله چاره نلري.

 

ټیګونه