Apr 21, 2024 11:35 Asia/Kabul
  • د ایران د پوځ د یو سرتیري عکس چې په خپلې مرۍ باندې په جوړ کړي ټیټو سره د ایران بیرغ سره د Home یعنې کور کلمه ايي
    د ایران د پوځ د یو سرتیري عکس چې په خپلې مرۍ باندې په جوړ کړي ټیټو سره د ایران بیرغ سره د Home یعنې کور کلمه ايي

پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو اصلي جوړښت او برخه ده. د پوځ اصلي دنده «د هیواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه» ده.

نن سبا د ایران پوځ د ځمکني ځواک، سمندري ځواک، هوايي ځواک او دافع هوا ځواک په شمول په څلورو ځواکونو مشتمل دی چې د سپاهِ پاسداران او هم د پولیسو د قومندانۍ په ملتیا، د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ټولګه جوړوي.

په دې لیکنه کښې د هیواد د اساسي قانون له مخې د ایران د پوځ دندې، د دغه ځواک له انځورونو سره یوځاې بیانوو.

د ایران د اساسي قانون د ۱۴۳اصل له مخې
پوځ د هیواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا او د جمهوري اسلامي نظام ساتنه په غاړه لري.
د ایران د اسلامي قانون د ۱۴۴ اصل له مخې
پوځ باید اسلامي، مکتبي او ولسي وي.
د ایران د اسلامي قانون د ۱۴۵ اصل په بنیاد
هیڅ بهرنی کس د هیواد په پوځ او پولیس ځواکونو کښې په غړیتوب نه اخیستل کیږي.
د ایران د اسلامي قانون د ۱۴۶ اصل له مخې
په ایران کښې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې جوړول، که څه هم د صلحه ایز استعمال په نامه وي، منع دي.
د ایران د اسلامي قانون د ۱۴۷ اصل له مخې
حکومت باید د صلحې او امن په وخت کښې د اسلام د عدل د اصولو په پوره خیال ساتنې سره د پوځ له کسانو او تخنیکي تجهیزاتو څخه د مرستې، ښوونې، تولید او آبادونې په کارونو کښې استفاده وکړي.
د ایران د اساسي قانون د ۱۵۱ اصل له مخې
حکومت موظف دی چې د هیواد د ټولو کسانو لپاره د اسلامي اصولو مطابق د پوځي روزنې پروګرام او امکانات برابر کاندي.
د ایران سمندري ځواک په نړۍ کښې یو ډیر پياوړی سمندري پوځ پيژندل شوی دی.
د ایران پوځ د صدام له تیري ګر پوځ سره په جنګ کښې ډیرې بریاوې ترلاسه کړي.
د ایران پوځ ځايي دی او له ایراني ټولنې څخه راوتلی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د اسلام غوښتنې، وطن دوستۍ او د ایراني ټولنې د ولسواکۍ سمبول بلل کیږي.
د پوځي قومندانانو ترڅنګ د پوځ له پریډ څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر کتنه
د ایران پوځ په جنګ کښې په اخلاقو ډیر تاکید لري
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ پر ځان بسیا دی او د پوه بنسټه ټیکنالوجیو په برخه کښې پانګونه کوي.

 

ټیګونه