Apr 21, 2024 16:05 Asia/Kabul
  • د ایران د وسله والو ځواکونو له تدبیر سره له ملې سټراټیجۍ د امام خامنه اي قدرونه
    د ایران د وسله والو ځواکونو له تدبیر سره له ملې سټراټیجۍ د امام خامنه اي قدرونه

پارس ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: وسله والو ځواکونو د خپل اقتدار او د وسونو یوه ښه څیره او دغه راز د ایران د ملت یوه د ستاینې وړ څیره نندرې ته وړاندې کړه او په نړیوال ډګر کښې یې د ایران د ملت د ارادې د قدرت ظهور اثبات کړ.

پارس ټوډی - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: وسله والو ځواکونو د خپل اقتدار او د وسونو یوه ښه څیره او دغه راز د ایران د ملت یوه د ستاینې وړ څیره نندرې ته وړاندې کړه او په نړیوال ډګر کښې یې د ایران د ملت د ارادې د قدرت ظهور اثبات کړ.

هغه حضرت نن د ایران د وسله والو ځواکونو له یوشمیر لوړرتبه قومندانانو سره په کتنه کښې د پوځ د ورځې او دغه راز د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د جوړیدا د کلیزې په هکله مبارکۍ ویلو سره وفرمائیل: د ایران د وسله والو ځواکونو وروستۍ بریاوې د نړیوالو څارونکو او د نړۍ د خلکو په سترګو کښې د اسلامي ایران په هکله د عظمت او د شکوې د احساس د رامینځته کیدا سبب شوی دی.

له امام خامنه اي سره د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه ډله جګ پوړو قومندانانو کتنه

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضریت ایت الله خامنه ای د وسله والو ځواکونو په اقداماتو کښې تدبیر ته د پام کولو په قدرونې سره وویل بیلابیلې پیښې له لګښت او بریاو سره یوځاې شوې او مهمه خبره دا ده چې په تدبیر سره لګښتونه کم شي او بریاوې زیاتې شي او دا داسې کار دی چې وسله والو ځواکونو په وروستیو پیښو کښې په ښه ډول ترسره کړ.

هغه حضرت د سپاه پاسداران ځواک ، د پوځ ، د پولیسو او د وسله والو ځواکونو د فعالیتونو او د هڅو په قدرونې سره په نوښت او ټیکنالوژۍ باندې تکیې کولو سره له دښمانانو او دښمنیو سره د مخامخ کیدا لپاره د حرکت او د هڅې د دوام سپارښتنه وکړه او جوته یې کړه: یوه شیبه هم باید ونه دریږو ځکه چې دریدل د شاتګ په معنا دي ، پر دې اساس په وسلو او رودو کښې نوښت او دغه راز د دښمن د رودو پیژندل تل په اجنډا کښې ووسي.

له امام خامنه اي سره د ایران د اسلامي جمهوریت د یوه ډله جګ پوړو قومندانانو کتنه

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضریت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د دنیا په خلکو کښې د ایران د ملت حیثیت باید لوړ وي وویل : د وسمنو او د خلاقو ځواکونو او د استعدادونو د پیژندلو په ترڅ کښې د خداوند متعال په هکله ښه نیت ولري او په هغه توکل وکړي او پوه شي چې د مومنانو په دفاع کښې د خدای پاک ژمنه حتمي ده او خلاف ورزۍ یې نه کیږي.

د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه صهیونیسټ رژیم په یوه ترهګر اقدام کښې په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې حمله وکړه چې د ایران د اوو لوړرتبه پوځي سلاکارانو د شهادت سبب شوه.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود او د ټولو قواو مشر حضرت ایت الله العظمی د تل اویو اقدام د ایران د اسلامي جمهوریت په خاورې باندې حمله وبلله او ټینګار یې وکړ صهیونیسټ رژیم به تنبیه شي.

په همدې لړ کښې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د اپریل په څوارلسمه نیټه د وعده صادق په تنبیهي عملیاتو سره په نیواکي ټاټوبو باندې په توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د دغه تیریګر رژیم د تنبیه کولو اقدام وکړ.

 

 

ټیګونه