Apr 30, 2024 17:00 Asia/Kabul
  • امام خمیني رحمت الله علیه له صهیونیزم ښکارندې سره د مبارزې اصلي مشر و

پارس ټوډې ـ د ایران د باچا نسکوریدل او د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ په ایران کښې د اسلامي نظام ټینګیدل داسې جدي ګوزار و چې د صهیونیسټانو سلطه غواړي هدفونه یې په جدي ډول په خطر کښې واچول.

په ایران کښې د اسلامي انقلاب بریالیتوب له بیلابیلو اړخونو څخه د مسلمانانو د صهیونیسټ ضد مبارزو د زیاتیدا سبب شو او د فلسطینیانو د  مبارزې بهیر یې بدل کړل.

د ایران باچا رژیم د لویدیځې اسیا په حساسې سیمې کښې د اسرائیلو او د لویدیځو هیوادونو یو پیاوړی  متحد ګڼل کیده.

ایران د باچا رژیم په وخت کښې د اسرائیلو د زیاتو محصولاتو او د شیانو د واردولو بازار و چې د نیواکګر رژیم اقتصاد یې پیاوړی کاوه او له بلې خو د ایران باچا د اسرائیلو د ضرورت وړ د تیلو په تامینولو سره له دغه رژیم سره مرسته کوله او د ایران تیل د اسرائیلو د اقتصاد او د صنایعو په ټولګه کښې په  داسې ګولیو او وسلو بدلیدل چې د فلسطینیانو په سینې باندې لګیدلې.

ایران د اسرائیلو د جاسوسۍ د عملیاتو او د سیمې د عربانو د کنټرولو لپاره یوه اډه وه.

له اسرائیلو سره د ایران د باچا رژیم د پټو او د ښکاره اړیکو ایشوا کیدل او د مسلمانانو له ګډ دښمن سره د باچا رژیم له بې دریغه مرستو سره مخالفت د امام خمیني رحمت الله د پاڅون یوه بله انګیزه وه چې په خپله یې په دې هکله فرمايلي دي: یوه وجه چې  مونږ یې د باچا په مقابل کښې درولي یوو له اسرائیلو سره د هغه مرسته ده.

ما تل په خپلو خبرو کښې ویلي دي چې باچا رژیم له هماغه لومړیو څخه چې اسرائیل رامینځته شول له اسرائیلو سره مرسته کړي ده او کله چې د مسلمانانو او د اسرائیلو ترمینځ جنګ خپل اوج ته رسیدلی و باچا هماغه راز د مسلمانانو تیل غصب کول او اسرائیلو ته یې ورکول او دغه چاره په خپله له باچا سره زما د مخالفت یو عامل و».

 د ایران د باچا نسکوریدل او د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ په ایران کښې د اسلامي نظام ټینګیدل داسې جدي ګوزار و چې د صهیونیسټانو سلطه غواړي هدفونه یې په جدي ډول په خطر کښې واچول.

په عمومي افکارو باندې د ایران د اسلامي انقلاب او د هغه د مشر د پیغام اغیز دومره پراخ و کله چې د مصر واکمن انور سادات په کیمپ ډیویډ کښې د سازباز تړون لاسلیک کړ د مصر حکومت د عربانو له جرګې او حتی له عربو مرتجعو رژیمونو څخه هم وواته او په کاملې انزوا کښې ورغی.

د قدس د نیواکګر رژیم د اصلي ملاتړو په توګه امریکا او اروپايي حکومتونه په هغه ترخې تجربې سره چې د امام خمیني رحمت الله علیه له غورځنګ سره په مخامخ کیدا کښې یې تجربه کړي وه د ایران د اسلامي انقلاب د کنټرولولو او د شرایطو د بدلولو لپاره سره بسیج شول او په دې لاره کښې له خپل ختیځ سیال یعني پخواني شوروي سره د غږمله کیدا تر حده مخ ته لاړل چې د دغه غږملیدا ورایښت د ایران د خاورې د نیولو لپاره د عراق د پخواني دیکتاتور صدام په هڅولو ، د امریکا او د پخواني شوروي د دوو سترو قدرتونو لخوا په ایران کښې له نوي او اسلامي جمهوریت سره د عراق د بعث رژیم د اوږد جنګ په ټولو پړاونو کښې له صدام رژیم څخه هراړخیزه ملاتړونه وو.

تپلی جنګ د ایران د نیولو او د ویشلو او د اسلامي انقلاب د له مینځه وړلو په هدف سره پیل شو او د ایران اسلامي جمهوري نظام چې کلکه اراده یې لرله چې په نړۍ کښې د مستضعفینو له دښمانانو سره په جګړه کښې خپل مخکښ رول ولوبوي او نن ایران سبا فلسطین شعار محقق کړي.

ایران مجبوره کړی شو چې د خپل انقلاب د موجودیت د دفاع لپاره له نا غوښتلي جنګ ته ورګډ شي داسې جنګ چې د لویدیځو او د ختیځو هیوادونو د مشرانو په اعتراف د دې لپاره رامینځته کړی شوی و چې د ایران اسلامي انقلاب له مینځه یوسي او مسلمان ملتونه د ایران د اسلامي انقلاب او د پاڅون له تفکر څخه  ناهیلي کړي.

په دې ډول د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین د مسلمانانو د دښمانانو په هڅونې او ملاتړ سره د یوه اوږد او د تریخ جنګ د رامینځته کیدا سبب شو چې حضرت امام خمیني رحمت الله علیه یې داسې یادوي:-

هغه څه چې ډیر خواشینونکي دي دا دي چې ستر قدرتونه په تیره بیا امریکا د عراق دیکتاتور صدام ته په دوکې ورکولو سره زمونږ په هیواد باندې یرغل کولو سره د ایران قدرتمن حکومت د  خپل هیواد په دفاع کولو بوخت وساتي چې ورانکاري غاصب اسرائیل ته دغه فرصت ورکړي چې د خپل سپیره پلان لپاره چې له نیل څخه تر فرات پورې د ستر اسرائیل جوړول و اقدام وکړي».

حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ظالم باچا د واک په او ج کښې د اسرائیلو او د باچا رژیم د پټو اړیکو ایشوا کونکی و او د اسلامي دنیا لپاره د اسرائیلو له خطر سره مقابله یې په ډیر جدي ډول او پرله پسې ډول تعقیبوله.

امام خمیني رحمت الله لومړنی ستر مذهبي مشر او د تقلید مرجع و چې له زکات ، صدقې او شرعي پیسو څخه د فلسطیني مبارزانو د ملاتړ اجازه یې ورکوله.

امام خمیني رحمت الله علیه له هماغه پیل څخه اسلامي څیره او له اسرائیلو سره د مبارزې اعتقادي اړخ د فلسطین د مظلوم ملت د بسیج کولو او له فلسطینیانو څخه د  اسلامي امت د ملاتړ د جلبولو لپاره معرفي کړ او په عربي قومیت او نیشنلسټي تفکرونو او نورو ایډیالوژیانو باندې د تکیې کولو په شان د نورو لارو غوره کول یې وارداتي او غیر اسلامي او د قدس د ازادۍ لپاره د مبارزې په لاره کښې انحراف ګاڼه.

حضرت امام خمیني رحمت الله د ځینو اسلامي هیوادونو د مشرانو د کمزورتیا ، ناتوانۍ او اړوندوالي په شمول د اسلامي دنیا له داخلي مشکلاتو په بشپړه ډول خبر و نو ځکه خو یې له فرقه ايي اختلافاتو په ډډه کولو او د امت د کلتوري او د ایماني ګډولو او د اعتقادي  اصولو په شمول د اسلامي  دنیا په عمومي شعور او پوهې یې ټینګار کاوه او د اسلامي حکومتونو مشران یې د دغه بهیر پیروۍ کولو ته وربلل او باوري و او حکومتونه تر هغه ځایه چې د مسلمانانو له دغه عمومي غوښتنې او شعور سره غږمله او ملګري وي د مشرۍ کولو او د مبارزې د هدایتولو مسوولیت به پرغاړه واخلي او همدا اوس مسلمان ملتونه باید له دوې سره داسې کار وکړي چې د ایران مسلمان ملت له باچا رژیم سره وکړ.

همدا اوس په لنډ ډول له صهیونیسټ دښمن سره د مقابلې او د فلسطین د مسلې په هکله د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تفکر دوه نور اړخونه بیانوو:

د امریکا او د اسرائیلو پرضد د تیلو له  حربې څخه د استفادې ضرورت:-

حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د دیارلس سوه دوه پنځوس هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه د روژې د میاشتې د جنګ په مناسبت اسلامي ملتونو او حکومتونو ته په یوه پیغام کښې ولیکل: د تیلو  د بډایه اسلامي هیوادونو حکومتونه ضروري ده له تیلو او نورو امکاناتو څخه چې لري یې د اسرائیلو او د استعمارګرانو پرضد د حربې په توګه استفاده وکړي او په هغو حکومتونو باندې چې له اسرائیلو سره مرسته کوي د تیلو له خرڅولو ډډه وکړي».

د فلسطین ازادۍ د اسلامي هویت له ترلاسه کولو سره تړلی دی:

مونږ تر څو چې اسلام ته بیرته ونه ګرځو ، د رسول الله اسلام ، او د رسول الله اسلام ته بیرته ونه ګرځو زمونږ مشکلات په خپل ځاې پاتې دي نه د فلسطین مسله حل کولای شو او نه د افغانستان او د نورو سیمو مشکلات.....».

د ستر اسرائیل د پلان بیا بیا ایشوا کیدل:

د اسرائیلو د پارلمان اصلي شعار دا و  ای اسرائیله د ستا سرحدونه له نیل څخه تر فرات  پوري دي» او دغه شعار د اسرائیلو د جوړیدا او د کمزورتیا په وخت کښې چې نیواکګرانو لږ شان نفوس او قدرت درلود مطرح  کیدل او ښکاره خبره ده چې د قدرت په وخت به د هغه د تحقق لپاره هڅه وکړي.

امام خمیني رحمت الله علیه په ځلونو د اسرائیلو د سلطې غوښتنې او په اوسنیو سرحدونو د بسنې نه کولو خطر بیان کړ او جوته یې کړه چې له دغه هدف څخه د اسرائیلو هر ډول انکار او سترګې پټول د عمومي افکارو د دوکې د ورکولو او د نهايي هدفونو په تعقیبولو کښې له ګام په ګام سیاست څخه ګټه پورته کول دي.

له صهیونیزم څخه د یهود جلا کول :

پوهیږو چې صهیونیزم په استعمارګرانه ، نژاد پرستانه او د شان و شوکت ایډیالونو سره یوه سیاسي ښکارنده ده چې د یهود مذهب په پوښښ کښې ځان ته مذهبي جلوه ورکوي او کوشش کوي د یهود قوم د ژغورونکي په توګه خپل هدفونه  تعقیب کړي.

خو د نظر خاوندانو ته معلومه ده چې د نړۍ د یهودیانو د نژادي وحدت ادعا د صهیونیسټانو لخوا جوړه کړې شوي ده چې غواړي په دغه چټي ادعا باندې تکیې کولو سره په نیواکي ټاټوبو کښې خپل جنایتونه او د فلسطین د ټاټوبي غصبول توجیه کړي او ښکاره ده چې د دغه پیښې اصلي پلانونکی په پیل کښې د انګلستان استعمار و او بریتانیا اوس خپل کار د امریکا د سپینې ماڼۍ چارواکو ته ورسپارلی دی او شک نشته چې د لویدیځ نوی استعمار یوازې د خپلو استعماري  ګټو  فکر کوي.

حضرت امام خميني رحمت الله په دغو واقعیتونو باندې پوهیدا سره تل له صهیونیزم څخه د یهود د موضوع په جلا کولو سره له دغه چلولو سره مقابلې ته پورته شو او له یهودیت څخه د دفاع د مدعیانو له څیرې څخه د ریاکارۍ پرده پورته کوي او صهیونیزم اساسا یو سیاسي بهیر چې د دیانت او د انبیاو له الهي هدفو سره په جنګ دی معرفي کوي.

د فلسطین د ژغورنې  لاره اتحاد :-

حضرت امام خمیني رحمت الله د نړۍ په څه د پاسه یومیلیارډ مسلمانانو باندې د یوشمیر صهیونیسټانو واکمنۍ کول شرم ګاڼه او ویل یې ولې باید هغه هیوادونه چې ټول شیان لري او هر ډول قدرتونه لري اسرائیل په دومره لږ شان نفوس سره راشي او په هغوې باندې واکمنۍ وکړي؟ ولې باید داسې وي همدا وجه ده چې ملتونه له یوبل څخه جلا دي او له حکومتونو جلا دي او حکومتونو له یوبل څخه جلا دي ، او یو میلیارډ مسلمانان په هغو ټولو تجهیزاتو سره چې لري یې ناست دي او اسرائیل په لبنان او  په فلسطین کښې جنایتونه کوي».

د صهیونیزم پرضد د ملتونو د پاڅون او په امریکا باندې د نه اړوندوالي ضرورت:

امام خمیني رحمت الله علیه د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په پینځویشتمه نیټه د ایران د قضايي قوې له مسوولانو او کارکونکو سره په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې په امریکا پورې اړونده مسلمان حکومتونه د مسلمانانو د اساسي مشکلاتو سرچینه دي وفرمائیل :مسلمانان باید کې نني چې حکومتونه یې د دوې لپاره عمل وکړي او مسلمانان باید اسلام د صهیونیزم له لاسونو وژغوري.

مسلمانان باید کې نني چې نړیوالې موسسې د دوې لپاره کار وکړي.

ملتونه باید په خپله پاڅون وکړي او د اسرائیلو په مقابل کښې ملتونه باید په خپله پاڅون وکړي او خپل حکومتونه مجبوره کړي چې د اسرائیلو په مقابل کښې ودریږي او یوازې په غندنې بسنه ونکړي. هماغه حکومتونه چې له اسرائیلو سره د اخوت تړون لري هغوې هم  اسرائیل غندي لیکن داسې غندنه چې په جدي ډول او په حقیقت کښې یوه شوخي ده. که چیرې مسلمانان کیناستل چې امریکا د دوې لپاره کار وکړي د امریکا کوم لاسپوڅي د دوې لپاره کار وکړي دغه قافله به تر ابده ګوډه وي.

 

ټیګونه