May 23, 2024 14:40 Asia/Kabul
  • ویل للمطففین؛ افسوس دې په کم فروشانو/ د ټولنې او د اقتصاد لپاره یو ستر قراني خبرداری

پارس ټوډې- قران کریم کم فروشۍ د «مدین »ښار د ورانیدا او د دغه ښار د قوم د له مینځه تلو سبب بللي ده.

د قران کریم له یوسل څوارلسو سورو څخه په شپږ سورو کښې کم فروشۍ یعني د شیانو کم تلل رټل شوي دي.

په قران کریم کښې بیا بیا په وزن کښې له دوکې او کم فروشۍ سره د مبارزې په مسلې باندې ټینګار شوی دی؛ خدای پاک په یوه ځاې کښې د دغه نظم رعایتول د هستۍ په نړۍ کښې د پنځون د نظام په لیکه کښې وروستلی دی او د رحمن سورې په اوم او اتم ایتونو کښې فرمايي «وَ السَّماءَ رَفَعَها وَ وَضَعَ الْمِیزانَ أَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیزانِ

خدای پاک اسمان وغوړوه او په ټولو شیانو کښې یې میزان او حساب رامینځته کړ چې تاسو په  وزن او حساب کښې زیاتې او طغیان ونکړئ.»

خدای پاک د قران کریم د مطففین سورې له یو څخه تر څلورم پورې ایتونو کښې په سخته او له ګواښ څخه په ډکې لهجې کښې وايي : «... وَیْلٌ لِلْمُطَفِّفِینَ الَّذِینَ إِذَا اکْتالُوا عَلَی النَّاسِ یَسْتَوْفُونَ، وَ إِذا کالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ یُخْسِرُونَ، أَ لا یَظُنُّ أُولئِکَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ لِیَوْمٍ عَظِیمٍ؛

افسوس دې په کمر فروشانو !هغه کسان چې د خرید په وخت خپل حق په کامل ډول ترلاسه کوي او د خرڅون په وخت شیان کم تلي ، ایا داسې ګومان نه کوي چې یوه ستره ورځ به رامینځته کړی شي ، د خدای د عدل په محکمې کښې د قیامت ورځ ....»

ګران فروشي د حلالې روزۍ د ګټلو لپاره  یو افت دی چې ډیر بازاریان ممکنه ده په پوهې یا ناپوهۍ سره په هغه ککړ شي.

له ګران فروشۍ څخه لاس ته راغلی عاید حرام دی او دغه پیسې باید اصلي خاوندانو ته ورستنې شي.

د شیعه مسلمانانو شپږم امام حضرت جعفر صادق علیه السلام په یوه حدیث کښې فرمايي : د یوه داسې کس چې د شي د بیې او د هغه په سالموالي کښې په پلورونکي باندې اعتماد وکړي حرام دی.»

پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم هم په یوه حدیث کښې فرمايي: هر هغه سړی چې د خلکو د ضرورت وړ زیات خواړه واخلي او تر څلویښتو ورځو پورې یې وساتي په دې هیله چې د دغو خواړو بیه زیاته شي نو ګناه یې کړي ده او که چیرې دغه سړی دغه ټول خواړه خرڅ کړي او پیسې یې صدقې ته ورکړي د هغه ګناه  چې کړي یې ده کفاره نه کیږي.»

په قران مجید کښې د «هود »سورې له څلور اتیایم څخه تر شپږاتیایم ایتونو کښې خدای پاک یو اقتصادي فساد چې د شرک او د بت پرستۍ له روح څخه سرچینه اخلي او په هغه زمانه کښې د مدین ښار په خلکو کښې دود  و اشاره کوي او وايي : د خرڅولو او د اخیستلو په وخت د شیانو وزن کم نکړئ (وَ لا تَنْقُصُوا الْمِکْیالَ وَ الْمِیزانَ).

د مهدویت د تخصصي مرکز مشر حجت الاسلام و المسلمین «مجتبی کلباسي» وویل کم فروشي او ګرانفروشي متفاوت ډولونه او قسمونه لري.

مثلا یو کس یو شی تولیدوي او په هغو مشخصاتو سره چې ورباندې لیکل شوي دي توپیر لري او د هغه څه په اپوټه چې ویلي یې دي خرڅوي.کله نه کله نه کله هم یو کس د یوه کار ترسره کولو ته ژمن دی خو د دغه کار په ترسره کولو کښې سستۍ کوي دا هم د کار غلۍ او د کم فروشۍ مصداق دی.

مجتبی کلباسي وايي خدای پاک د قران کریم په ایتونو کښې په دې خبرې سره چې عدل او قسط قائموي ډیر ټینګار کړی دی.

د کم فروشۍ او د ګران فروشۍ یو مصداق دا دی چې که چیرې وغواړو کوم سامان په چا باندې خرڅ کړو نو زیات تعریف یې وکړو او بیه یې دوه برابره کړو او که چیرې ټاکل شوي ده له چا څخه شیان واخلو او دومره د هغو شیانو په هکله بدې خبرې وکړو چې وغواړو زیاته ګټه ترلاسه کړو او لږ شان پیسې ورکړو.

د مهدویت د تخصصي مرکز مشر حجت الاسلام و المسلمین« مجتبی کلباسي» وايي د پیغمبر اکرم له قوله په یوه حدیث کښې ویل شوي دي چې د امانت ساتل د روزۍ د جلبیدا سبب کیږي او خیانت کول له ځان سره فقر راوړي.

کلباسي وویل په دې زمینه کښې د یوې ټولنې د بدلون لپاره نشو کولای یوازې په حکومتي مامورانو او قوانینو سره کار مخ ته بوځو بلکې باید د انسانانو په داخلي بدلونو باندې کار وکړو، هماغه ډول چې الهي پیغمبرانو د ټولنې له بدلونو سره یوځاې د انسانانو د داخلي بدلون هڅه کوله.

 

ټیګونه