May 24, 2024 06:23 Asia/Kabul
  • د شهید ولسمشر او د هغوی ملګرو د جنازې مراسم په بهرنیو رسنیو کې پراخ پوښښ درلود.

د فرانسې خبری اژانس په یو راپور کې ویلي: د شهید ولسمشر او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې د ایران د ولس او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو له لورې د ایران حکومت سره د دغه غمجنې پېښې د خواخوږۍ څرګندونو او د شهیدانو د تسلیت مراتب وړاندې کولو له امله د صهیونیسټ رژیم غصه را پاریدلې ده.

د امریکا خبری اژانس اسوشیټیډ پریس هم په ایران کې د چورلکې د غورځیدو پېښې د شهیدانو جسدونو ته د دعا کولو د ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړی چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د تهران په پوهنتون کې د شهیدانو د جنازې مراسم ترسره کړل.

د «المیادین» ټلویزیوني چینل هم د شهیدانو د جنازې د مراسمو په پراخ پوښښ سره خبر ورکړی، چې د شهید رئیسي او امیر عبداللهیان د جنازې په مراسمو کې میلیونونو کسانو ګډون کړی وو.

دغه رسنۍ  د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه او د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم  څخه یادونه کړې چې د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللي او د ایران له اسلامي جمهوریت سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

د یمن «المسیره» ټلویزیوني چینل هم راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان د جنازې په مراسمو کې میلیونونو کسانو ګډون کړی و.

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم د شهید ابراهیم رئیسي، شهید حسین امیرعبدالهیان او د هغوی د ملګرو د جنازې د مراسمو په اړه په یوه راپور کې لیکلي، چې د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د پېښې د نورو شهیدانو جسدونه لومړی تبریز، بیا د قم په مذهبي ښار کې او بیا تهران ته د مراسمو لپاره لیږدول شوي دي.

د «الجزیرې» ټلویزیوني چینل هم په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په لسګونو زره کسانو د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای په مشرۍ د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر او د هغه د ملګرو د جنازې لمونځ وکړ.

د الجزیرې د راپور له مخې، د شهید رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکو په لاسونو کې داسې انځورونه او شعارونه نیولې وو چې شهید ولسمشر او ملګري یې د «خدمت د شهیدانو» په توګه معرفي شوي وو.

ریانووستي، سپوتنیک، راشا تودي، العهد، العربیه، «CNN»  او سلګونه نورو رسنیو په پراخه کچه د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم تر پوښښ لاندې راوستل.