May 24, 2024 06:25 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر د ایران له حکومت او خلکو سره د هېوادونو د خواخوږۍ قدرداني وکړه.

په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازی د دغه نړیوال سازمان د عمومی اسمبلۍ په غونډه کې د ایران له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو کې د دغه هېواد له استازیو قدرداني او مننه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی«امیر سعید ایروانی» د پنجشنبې په ورځ د دغه سازمان په عمومی اسمبلۍ کې د یوشمیر پلاویو، دایمی ماموریتونو، نړیوالو سازمانونو او سیمه ایزو ډلو څخه قدرداني وکړه چې د ایران د شهید شوي ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د شهادت په مناسبت یې د ایران د حکومت او ملت سره خواخوږي او غمشریکې وکړه.

ايراني څرګنده كړه چې رئيسي او امير عبداللهيان د ايران د خلكو په مينځ كې د زيات احترام او مينې خاوندان وو او د ايران د ملت په خدمت كې د هغوي نه ستړي كيدونكي هلې ځلې ملت ته د هغوي د نه ستړي كيدلو يوه بيلګه ده.

تر اوسه پورې د پنځوسو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو، د ملګرو ملتونو يو شمېر چارواکو، د ناپييلو غورځنګ (نم) مشر او د چین د ۷۷ کسیزې ډلې مشر، لوړ پوړو چارواکو، د مدني سازمانونو او د رسنیو استازو د پېښې شهیدانو ته د درناوي په موخه ملګرو ملتونو کې د یاداښت کتاب کې په لیکلو سره د ایران ولس او حکومت سره خپله خواخوږي شریکه کړې.

 

ټیګونه