May 24, 2024 11:26 Asia/Kabul
  • که چیرې رئیسي نه واې ترهګرو په شپیتمې لسیزې کښې د تهران خلک قصابي کول

پارس ټوډې – د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو په شهادت باندې د ترهګرو د خوشحاله کیدا علتونه ډیر دي خو یو مورد چې ډیر ورباندې ټینګار کوي په دیارلس سوه شپیتمې لسیزې کښې د مجاهدین خلق په نوم د ترهګرې ډلې د غړیو په جدي ډول د سزا کولو په زمینه کښې د ایت الله ابراهیم رئیسي رول دی.

هغه ناوړه پیښه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رئیسي او له هغه سره نورو لوړرتبه چارواکو ته پیښه  شوه سبب شوه چې د ایران د ملت زړه ودردیږي او د دغه شمیر خادمانو د له لاسه ورکولو په غم کښې ویر او ماتم وکړي؛ دا په داسې حال کښې دي چې مخینه لرونکو ترهګرو او د ایران بدغواړو د ابراهیم رئیسي په شهادت خوشحالۍ وکړه او د دغه غمیزې په هکله یې خوښي څرګنده کړه.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ملګرو په شهادت باندې د ترهګرو د خوشحاله کیدا علتونه ډیر دي خو یو مورد چې ډیر ورباندې ټینګار کوي په دیارلس سوه شپیتمې لسیزې کښې د مجاهدین خلق په نوم د ترهګرې ډلې د غړیو په جدي ډول د سزا کولو په زمینه کښې د ایت الله ابراهیم رئیسي رول دی.

باید پوه شو ایت الله رئیسي په تیر وخت کښې د ایران د یوه قضايي چارواکي په توګه د ټروریسټانو له جنایتونو او خیانتونو سره د مقابلې کولو او د هغوې په سزا کولو کښې اساسي رول ولوبوه او همدغه مسله د ایران د دښمانانو او د ترهګرو د پاتې شونو لپاره یو لاسوند شوی دی چې په تیرو کلونو کښې یې د هغه پرضد زیات تبلیغات کړي دي.

په هغو ډلو او بهیرونو کښې چې له اسلامي انقلاب مخکې په ایران کښې فعال وو مجاهدین خلق ډله د هغو کسانو لپاره چې د ایران اوسمهاله سیاسي تاریخ تعقیبوي یوه پيژندل شوي ډله ده داسې ډله ورانکارۍ، وژلې ، بم چاودنې او وسله وال بریدونه یې کول ، هغه هم په داسې شرایطو کښې چې د حضرت امام خمیني رحمت الله په مشرۍ اکثریت لرونکي ولسي بهیر د پهلوي رژیم پرضد د سوله ئیزې مبارزې لاره او روده غوره کړي وه.

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب  او  د مجاهدین خلق ډلې له سرزوري کړچار او تفکراتو د ایرانیانو له نه هرکلي وروسته دغه ډلې له وسله والې رودې څخه قدرت ته د رسیدا هڅه وکړه.

«مسعود رجوي» د مجاهدین خلق ډلې د مشر په توګه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مقابلې لپاره څو پړاونه په نظر کښې نیولي وو :

لومړۍ مرحلې یې «بې اینده کردن نظام» نوم درلود؛ په دې معنا چې د ایران د حکومتي چارواکو په ټرور کولو سره د نظام ثبات او راتلونکی له مینځه یوسي.

په دغه مرحلې کښې چې د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له دیرشمې څخه د دیارلس سوه يوشپیتم هجري لمریز کال تر وړي پورې یې دوام درلود د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو پرضد تر ټولو سترې ترهګرې حملې وشوې ؛ د حزب جمهوري اسلامي » د مرکزي دفتر د بم چاودنې غمیزه چې د شهید بهشتي او د ایران د څه د پاسه اویا اغیزشیندونکو چارواکو د شهادت سبب شوه په دوې کښې یو مورد دی.

داسې اقدام چې د مجاهدین خلق ډلې مشر مسعود رجوي هغه مرګونی ګوزار ونوموه.

د مجاهدین خلق ترهګرې ډلې لخوا د حزب جمهوري اسلامي ګوند په مرکزي دفتر کښې له بم چاودنې وروسته د شهید بهشتي انځور

 

په دوام کښې مجاهدین خلق ترهګرې ډلې د حضرت امام خمیني رحمت الله په کور او دفتر کښې د بم چاودنې هڅه کوله خو په دې زمینه کښې ناکامه پاتې شوه ورپسې هدف یعني د لومړي وزیر باهنر او د ولسمشر محمد علي رجايي ټرور کولو ته یې مخه کړه او په یوې سترې چاودنې کښې یې دغه دوه چارواکي شهیدان کړل.

مجاهدین خلق ترهګرې ډلې د ایران د سیاسي چارواکو په وژلو سربیره د مذهبي شخصیتونو ټرور کولو ته هم مخه کړه او د جوماتونو  د لمانځه په محرابونو  کښې د جمعې لمانځه د پینځو خطیبانو ټرور کول د دغه ډلې د جنایتونو یوه بیلګه ده.

مجاهدین خلق ترهګرې ډلې  چې له امریکا سره یې ډیرې نږدې اړیکې لرلې داسې فکر کاوه چې  حکومت ګوزار خوړلی دی او دوهمې مرحلې  ته په ورننوتلو سره په ایران کښې کړکیچ رامینځته کړي او هیواد ناامنه کړي.

په دې لړ کښې د مجاهدین خلق غړیو د دغه ډلې د مشر مسعود رجوي لخوا د ایران په کوڅو او بازارونو کښې د خلکو وژله پیل کړه ؛ له دکاندارانو رانیولي تر نانبایانو یعني ډوډۍ پخونکو او تر بې دفاع ښځو او مظلومونماشومانو پورې لکه د لیلا نوربخش په نوم یوه درې کلنه انجلۍ ژوندۍ  په اور کښې وسوځول شوه.

د ایران د یوه ماشوم انځور چې په ۱۳۶۰ لسیزې کښې د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلې په جنایتونو کښې ژوبل شوی

 

خو دا د ایران د ملت پرضد د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلې یوازني جنایتونه نه وو د تپلي جنګ په قیصه کښې چې د عراق بعث رژیم د امریکا په ملاتړ سره په ایران تیری وکړ د مسعودي رجوي ترهګر ملګري په ټول  قدرت سره د عراق د مشر صدام او د بعث رژيم په څنګ کښې ودریدل او د جاسوسۍ کولو او د جنګ د اطلاعاتو د راغونډولو په زمینه کښې یې د عراق د بعث رژیم پراخ خدمتونه وکړل او ډیر زر یې د عراق د بعث رژیم د پینځمې ستني لقب ترلاسه کړ، د مجاهدین خلق ترهګرې ډلې غړیو حتی د ایران د مبارزانو په لباس کښې د ایران د ځواکونو صفونو ته نفوذ کاوه  او د ایران مبارزان یې ټرور کول.

د مسعودي رجوي ټروریسټانو د عراق کردان چې د صدام مخالف وو هم ووژل.

مسعود رجوي او د عراق پخوانی دیکتاتور صدام 

 

مجاهدین خلق ډلې د ایران پرضد د عراق د تپلي جنګ په اوږدو کښې څو ځله عملیات وکړل او نیغ په نیغه د جنګ ډګر ته ورننوتل لکه د« افتاب» عملیات یا د «خورشید تابان »عملیات چې د ایران د کابو درې زره پینځه سوه عسکرو د شهادت او د ژوبلیدا او د پینځه سوه نورو پوځیانو د نیول کیدا سبب شول.

په« مرصاد» نومې پوځي عملیاتو کښې هم د مجاهدین ډلې د ترهګرو لخوا د ایران نهه سوه اوه اویا کسان شهیدان شول او د ناباور  وړ جنایتونه یې وکړل چې پکښې د ژوندیو کسانو په اور کښې سوځول ، د ناروغه کسانو د سرونو پرې کول او روغتون ته اور اچول چې ټولې میندې له ماشومانو سره یوځاې پکښې وسوځیدې شامل دي.

په دې سربیره په دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال کښې د سعودي عربستان په مکې کښې د ایران د حاجیانو په وژلو کښې د مجاهدین خلق ډلې رول ته اشاره کولای شو.

په دغو حالاتو کښې وو چې ایت الله ابراهیم رئیسي د یوه قضايي شخصیت په توګه د ایران د خلکو د دفاع کولو لپاره په جدي ډول رامخته شو او په تهران کښې د دیره او نفوذ کونکو ترهګرو ډلو پرضد میدان ته راووت.

داسې شخصیت چې په قضايي ارګانونو کښې د خپل شتون په وخت یې د تهران ټروریسټان یې سزا کړل او محکم او دقیق ودرید چې د امریکا تر ملاتړ لانډې ټروریسټان د ایران او د تهران خلک چې مخکې مو ویلي وو قصابي نکړي.

له امام خامنه اي سره په کتنه کښې د شهید رئیسي انځور

 

اوس باید دغه پوښتنه وکړو :ولې لویدیځ هیوادونو او د دوې رسنۍ ګروهنه لري د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د اقداماتو د ستاینې پرځاې له ترهګرو ډلو سره په غږمله ډول د ابراهیم رئیسي شخصیت تخریب کړي او هماغه راز د دروغو د خپرولو او د تاریخي حقایقو د پټ ساتلو سیاست تعقیب کړي؟ له دغه کار څخه لویدیځو هیوادونو ته څه ګټه رسیږي؟

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د نږدې ملګري او د و کیل روډي جولیاني په څنګ کښې د مجاهدین خلق د ترهګرې ډلې د اوسنۍ مشرې مریم رجوي انځور

 

سرچینې

اصغري ، حسین ، ۱۴۰۳ علت خوشحالي دشمنانان از شهادت ریسي چیست؟ خبرگزاری مهر

NICHOLSON EMMA.2003.MKO terror threat.POLITICO

 

ټیګونه