ایران او عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149022-ایران_او_عربستان_د_دوه_اړخیزو_اړیکو_پر_پراختیا_ټینګار_وکړ
باقري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد په مراسمو کښې د دغه هیواد د لوړرتبه چارواکو د شتون قدرداني وکړه.
(last modified 2024-05-31T08:45:30+00:00 )
May 31, 2024 13:14 Asia/Kabul
  • ایران او عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

باقري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد په مراسمو کښې د دغه هیواد د لوړرتبه چارواکو د شتون قدرداني وکړه.

زمونږ د خبریال  د رپوټ له مخې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باقری کنی نن  د سعودی د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په  ټیلی فونی خبرو کښې وویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښو اړیکو په رڼا کې  مونږ باوري یو چې ایراني زایرین  به  په امنیت ، ارامښت او په اسانۍ سره حج وکړي.

باقري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد په مراسمو کښې د دغه هیواد د لوړرتبه چارواکو د شتون قدرداني وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ټیلیفوني خبرو په اړه وویل: د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د اوسني بد حالت او د صهیونیسټانو د نسل وژنې ته په کتنې سره مود نیواکګر رژیم د نسل وژنې د دوام د مخنیوي لپاره د اغیزمنو او ګډو اقداماتو  په ترسره کولوټینګار وکړ