ایران او عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
باقري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد په مراسمو کښې د دغه هیواد د لوړرتبه چارواکو د شتون قدرداني وکړه.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باقری کنی نن د سعودی د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلی فونی خبرو کښې وویل: د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښو اړیکو په رڼا کې مونږ باوري یو چې ایراني زایرین به په امنیت ، ارامښت او په اسانۍ سره حج وکړي.
باقري د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد په مراسمو کښې د دغه هیواد د لوړرتبه چارواکو د شتون قدرداني وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ټیلیفوني خبرو په اړه وویل: د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د اوسني بد حالت او د صهیونیسټانو د نسل وژنې ته په کتنې سره مود نیواکګر رژیم د نسل وژنې د دوام د مخنیوي لپاره د اغیزمنو او ګډو اقداماتو په ترسره کولوټینګار وکړ