افغانستان د هیرمند د اوبو حق یوه برخه ایران ته خوشې کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149164-افغانستان_د_هیرمند_د_اوبو_حق_یوه_برخه_ایران_ته_خوشې_کړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر د افغان سرپرست حکومت له خوا د هیرمند اوبو حق د یوې برخې د خوشي کولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-06-06T22:35:20+00:00 )
Jun 07, 2024 03:03 Asia/Kabul
  • افغانستان د هیرمند د اوبو حق یوه برخه ایران ته خوشې کړه

د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر د افغان سرپرست حکومت له خوا د هیرمند اوبو حق د یوې برخې د خوشي کولو خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د زاهدان ښار لپاره د اوبو رسولو د جامع پلان د پرانستلو په مراسمو کې پر دې خبرې په ټینګار سره چې لع هیرمند څخه د اوبو حق برابرول د ایران اصلي او قانوني حق دی، وویل: په وروستیو میاشتو کې د اوبو حق د یوې برخې د خلاصېدو له امله، د ایران په څاګانو کې ۳۰۰ میلیونه متر مکعب اوبه ټولې شوي دي.

په همدې حال کې محربیان دې ته په اشارې سره چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان د هیرمند له سیند څخه د ۸۰۰ میلیون متر مکعبه د ایران د اوبو حق د ورکړې ژمنه نه ده پوره کړې، زیاته کړه:  دې ته په کتو چې د پرلپسې وچکالیو او د هیرمند سیند له اوبو څخه د ایران د اوبو حق د نه ادا کولو له امله د اوبو تر ټولو بده ستونزه چې د سیستان او بلوچستان ولایت په 5 شمالي ښارونو او زاهدان ښار کې رامنځته شوې وه، ډېری انجینیري پروژې په بل هېواد له تکیه کولو پرته د پایښت لرونکي اوبو رسولو لپاره په 3 پوړونو کې د پلي کېدو پړاو ته داخلې شوې.