په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ایران د مرستو وېش
د ايران د اسلامي جمهوريت له خوا رالېږل شوې مرستې، د افغانستان پر سېلاب ځپلو کورنيو ووېشل شوې.
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په تېرو درېیو اونیو کې سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو سلګونه کسان وژلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
همدارنګه د افغانستان په شمال کې د بدخشان، بغلان او تخار ولایتونو ۲۱ ښارونه د سېلابونو شاهدان وو.
د ايران د اسلامي جمهوريت د سرې مياشتې ټولنې چارواکو د افغانستان په بغلان ولايت کې له اړوندو څانګو سره په همغږۍ، له ايران څخه رالېږل شوې مرستې پر سېلاب ځپلو کورنيو ووېشلې.
سېلاب ځپلو د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه موسسو څخه یې غوښتي چې د سرپناه په جوړولو او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
تر دې مخکې هم د افغان سرپرست حکومت چارواکو د دغه هېواد له سېلاب ځپلو سره د ایران د مرستو ستاینه کړې وه.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.