د تهران د غونډې په پای کې د کاظمي قمي خبري کنفرانس
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149224-د_تهران_د_غونډې_په_پای_کې_د_کاظمي_قمي_خبري_کنفرانس
 د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د تهران غونډې په پای کې په یوه خبري غونډه ویلي چې د افغانستان زیاتره ننګونې د اشغال د دورې له امله دي.
(last modified 2024-06-08T08:07:01+00:00 )
Jun 08, 2024 12:34 Asia/Kabul
  • د تهران د غونډې په پای کې د کاظمي قمي خبري کنفرانس

 د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د تهران غونډې په پای کې په یوه خبري غونډه ویلي چې د افغانستان زیاتره ننګونې د اشغال د دورې له امله دي.

کاظمي قمي ویلي، په نننۍ ناسته کې پر سیمه ایز نوښت ټینګار وشو. د هغه په ​​وينا، د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د دغه هېواد د امنيت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري مسايلو په څېر مسايلو ته د رسېدو لاره، په دې پورې اړه لري، چې سيمه ايزې همکارۍ بايد دوام ومومي.

کاظمي قمي ویلي چې ترهګري اوس هم هغه مسله ده چې د پرونیو نیواکګرو له خوا یې ملاتړ کېږي او نن هم هغوی د بې ثباتۍ د دوام هڅه کوي.

هغه ټینګار کړی که خبرې د خیرغوښتنې له مخې وشي، دا د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په معنا نه ده. د هغه په ​​وينا، د افغانستان په سياسي ډګر کې بايد له بېلابېلو طبقو څخه يو حکومت جوړ شي.

کاظمي قمي ویلي چې ایران به له هر هغه رغنده نوښت  څخه، چې له افغانستان سره مرسته کوي ملاتړ وکړي، خو که ټاکل شوې وي چې یو څه وتپل شي او د ستونزو په حل کې کومه ګټه ونه لري، دا د ملاتړ دلیل نه دی.