اسرائیل رژیم ته د ایران د خارجه وزارت د مرستیال سخت ګواښ
د ایران د خارجه وزارت سرپرست علی باقری د امریکا د سي ان ان خبریالې ته وویل چي اسرائیل رژیم لګیا دی ټول سیمه کې بې ثباتي رامینځته کوي، او ایران به هم د دې رژیم په ضد له زور نه کار واخلي څو اسرائیل په خپل ځای کښېنوي.
هغه زیاته کړه چي صهیونیست رژیم پوهیږي چي که د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخ کیږي نو ایران د هغوی د کابو کولو او د هغوی د ځپلو لپاره له زور نه کار اخلي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست په اسټانبول کې د اتو پرمختیایي اسلامي هیوادونو وروستۍ غونډې ته په اشارې سره وویل: اسلامي هیوادونه باید سمدستي خپلې سیاسي او اقتصادي همکارۍ د اسرائیل له جنایتکار رژیم سره بند کړي او په دې رژیم باندې سخت بندیزونه ولګوي.
علی باقري د خپلو خبرو په یوه برخه کې یادونه کوي چي غربي هیوادونه او په سر کې امریکا نه یوازې د اسرائیل د رژیم په جنایاتو سترګې پټوي بلکې د غزې د خلګو په عام وژنه کې د اسرائیل د رژیم ملاتړ ته دوام ورکوي.