لبنان به د صهیونسټانو لپاره بیرته له ستنیدا پرته جهنم وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149946-لبنان_به_د_صهیونسټانو_لپاره_بیرته_له_ستنیدا_پرته_جهنم_وي
 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست  ووئيل،  لبنان به په چورلټ ډول  دصهیونیسټانو لپاره له ستنیدا پرته یوه جهنم شي.
(last modified 2024-07-03T06:42:25+00:00 )
Jul 03, 2024 11:10 Asia/Kabul
  • لبنان به د صهیونسټانو لپاره بیرته له ستنیدا پرته جهنم وي

 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست  ووئيل،  لبنان به په چورلټ ډول  دصهیونیسټانو لپاره له ستنیدا پرته یوه جهنم شي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، د ایران داسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت سرپرست علی باقري کني  د حکومتي کابینې د نننۍ غونډې په څنډې کې ټينګار وکړ، لبنان په عملیاتي او میداني ډګر کې او  هم د ډيپلوماسۍ په ډګر کې  د یوه فعال لوبغاړي په توګه د مقاومت په  ډ ګر کې داسې غوره رول لوبولی دی چې  لازم مخه نیونې ئې رامینځةکړي دي.

باقري کني  ایران ته د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د سفر په باب هم ووئيل،  ایران ته دهغه سفر د مونږ او دعربستان د حکومت په  ایجنډا کې شته  او باید نوی حکومت ځاي په ځاي شي څو ورباندې بحث دوام ومومي.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست  د ډونالډټرمپ د ولسمشر  کیدا د احتمال په غبرګون کې  ووئیل، د ایران په اسلامی جمهوریت کې  د قدرت او ظرفیّتونو  مؤلفې  داسې دي چې   په هیواد کې د یوه وګړي تلل او راتلل  هغه که د ولسمشر په توګه وي او یا بل څوک،د  مونږ په سټراټژيکو سیاستونو  هیڅ  اغیزې نشي  شیندلی ؛ که څه هم  مونږ  د امریکاپشمول په نړیوال ډګر   کې د بدلونونو لپاره  لازم اټکلونه کړي دي  اونوی حکومت به په چورلټ ډول جدی تدبیرونه غوره کړي.