له ایران سره د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د اروپایی اتحادیې چمتووالې
د اروپايي اتحادیې د بهرنی سیاست د مسول ویاندې، نبیلا مسرلي مخکې ویلي وو چې د اروپايي ټولنې اصلي لومړیتوب "د برجام بشپړ پلي کولو ته د ستنیدو اسانتیاوې" دي.
د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ تګلارې د مسوولې ادارې ویاندې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا لپاره د دغې اتحادیې چمتووالی اعلان کړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویاندې، نبیله مسرلي په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، "مونږ د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ته پام کوو او منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان ته مبارکي وایو." میرمن ماسرلي زیاته کړه، دغه اتحادیه د دوه اړخیزو تعاملاتو د سیاست په چوکاټ کښې د ایران له نوی حکومت سره ملګرتیا ته چمتو ده. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په دې وروستيو ورځو کې د ايران د نوي ولسمشر د ټاکنې له امله مبارکي وويله. د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو په څوارلسم پړاو کې مسعود پزشکیان د څه د پاسه ۱۶ میلیون رایو په ګټلو سره د ایران نهم ولسمشر شو. دا انتخابات د ایران په شمال لویدیځ کښې د چورلکې د نسکوریدو په پیښه کښې د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی او د هغه د یو شمیر ملګرو سره د شهادت له امله یو کال مخکې ترسره شول.
د اروپايي اتحادیې د بهرنی سیاست د مسول ویاندې، نبیلا مسرلي مخکې ویلي وو چې د اروپايي ټولنې اصلي لومړیتوب "د برجام بشپړ پلي کولو ته د ستنیدو اسانتیاوې" دي. اروپايي ټولنې تل د منځني ختیځ په سیمه کې د ایران د لوړ مقام له امله د خپل جیوپولیټیک، سیاسي، اقتصادي او د انرژۍ د اهمیت له امله له ایران سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د برجام ایټمي موافقې په ترلاسه کولو کې یې مهم رول لوبولی دی. له دې ټولو سره سره، د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له برجام د امریکا وتل او د ۲۰۱۸ کال په اګست او نومبر کې پر ایران د دوه پړاوه بندیزونو لګول او له اروپایی اتحادیې په دې برخه کې د ملګرتیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتنه ، اروپایی اتحادیه له دوو مهمو مسلو یعنی د برجام ساتل او همدارنګه د واشنګټن له فشار سره له مقابلې سره مخامخ کړه . د اروپایی اتحادیې د لوړپوړو چارواکو له نظره دغه اروپایی اداره باید په اوسنیو حالاتو کښې د نړیوال ثبات د ساتلو لپاره له ایران سره ملګرتیا ته په دوام ورکولو سره خپل اعتبار ثابت کړی. له همدې امله، حتی کله چې د هغه متحده امریکا له برجام ووتله ، اروپا بیا هم ځان هغې موافقې ته ژمن ګڼي، اروپایان د امریکا په اپوټه چی ادعا کوي ایران د برجام شرایط نه دي منلي برجام یوه اغیزمنه موافقه نه قبلوی ، . خو اروپایی اتحادیه په دې باور ده چې ایران نه یوازې د برجام په چوکاټ کې خپلې ټولې ژمنې پوره کړې، بلکې برجام د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې هم بریالی شوی دی، یعنی په سیمه ایزه او نړیواله کچه د تاوتریخوالی او شخړو مخنیوی کړی دی. په حقیقت کې، د اروپایي اتحادیې له نظره، برجام د څو اړخیز تړون یوه بیلګه ده چې د نورو نړیوالو شخړو د حل لپاره د نمونې په توګه کارول کیدی شي. په داسې یو حالت کښې او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د«مسعود پزشکیان » بریا او له ټولو هیوادونو سره په تعامل او د جامعې ایټمی موافقې د بیا احیا لپاره د ایران د منتخب ولسمشر ټینګار ته په پام سره، تمه کیږی چې له اروپایی اتحادیې سره د تهران د اړیکو ژورولو ته به زمینه برابره شی. پر دې سربیره د ایران منتخب ولسمشر به د څوارلسم حکومت د ولسمشرۍ دنده په داسې حال کې په غاړه واخلي چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ایران اړیکې د ودې په حال کې دي او تمه کیږي چې دغه اړیکې به د اروپا په شمول له ټولو هیوادونو سره مخ په ودې دوام ومومي. مسعود پزشکیان د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی وو ، داسې ښکاری چې د انقلاب د معظم رهبر د پرله پسې سپارښتونو سره سم به څوارلسم حکومت له ټولو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په برخه کې د شهید رئیسی حکومت تګلارې ته په جدی توګه دوام ورکړی.. دا په داسې حال کښې دی چې سوله ایز ژوند او له مختلفو هیوادونو سره د اړیکو ټینګول تل د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنی سیاست له اصولو دی. په دغه چوکاټ کښې د ایران اسلامی جمهوریت له یوې خوا د سیاسی، اقتصادی او کلتوری مشترکاتو په بنیاد د چیلنجونو د کنټرول او کمولو کوشش کوی او له بلې خوا د متقابلو ګټو په بنیاد له ټولو هیوادونو سره په تعلقاتو کښې د ګټې ، ګټې لارې د تحقق لپاره کوشش کوی.