وارداتي یهودیان دڅه لپاره؟باقری کنی او د سی این این پوښتنې
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست له سی این این امریکائی خبری چینل سره په مرکه کې د ایران،لویدیځي آ سیا او نړۍ په باب د فرید زکریا پوښتنو ته کرَه ځوابونه ورکړل.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علی باقری کني د سی این این خبری چینل د جي پي ایس پروګرام له اجرا کونکي فرید زکریا سره په مرکې کې ټينګار وکړ؛ هغه جنایت چې صهیونیسټانو په تیرو نهو میاشتو کې په غزې تړانګې کې کړي دي ، هیڅکله شرائطو پخپله ګټه نشي برابرولی.
پارس ټوډې راپور ورکړی، علی باقری کني په دغې مرکې کې روښانه کړې ده؛هرڅومره د صهیونیسټانو جنایتونه زیاتیږي ، شرائط به لازیات د دوي په تاوان بدل شي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست په دغې مرکې کې د مقاومتي چورلیز د فعالیتونو او د اسرائيلي رژیم په اقداماتوباندې ددوي د غبرګون د څرنګوالي په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل؛د تیر کال د اکتوبر له اومې مخکې ،هیڅکله د عراق یا یمن له خوا اسرائيلیانو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه ؤ،خو د طوفان الاقصی له ناڅاپي عملیاتو او د جنایتکارو صهیونیسټي له وحشیتوب وروسته دغه پيښه رامینځةشوې ده. له دغې پیښې مخکې د صهیونیسټ رژیم په ضد د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا مستقیم ګواښ نه ؤ،خو له دې وروسته چې صهیونیسټانو د سورئې په دمشق کې د ایران په سفارت حمله وکړه او څو لوړپوړي ایراني قوماندانان ئې شهیدان کړل، نو مجبوره شول، د نیواکي ټاټوبو په داخل کې د ایرانیو توغندیو منونکي شي. نوځکه په تیرو نهو میاشتو کې هرڅومره د صهیونیسټانو جنایتونو دوام وموند یا زیات شول، نو د هغوي په ضد ګواښونه او ټکونه هم لازیات عیني شوي دي.
علی باقری کني دخپلې مرکې په ځواب کې د لبنان په ضد داسرائیلو ګواښونو ته په اشارې سره، په سمیې کې د جنګ د پراختیا د امکان په باب د امریکائي خبریال د پوښتنې په ځواب کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم په سیمې کېد تاؤتریخوالی دزیاتیدا او له غزې بهر ته د نښتې د غزیدیا هرکلی نه دی کړی او نه ئې کوي ووئيل؛د سیمې په سویه نورو برخو ته د نښتې او تاؤتریخوالی غزیدا یوه سټارتژيکه تیروتنه ده چې په چورلټ ډول به نه یوازې د صهیونیسټانو په ګټه نه وي ، بلکې دوي به له جدي خطرو سره هم لاس او ګریوان کړي.
د فلسطین لپاره د ؛دوو حکومتونو حل لاره : نومې موضوع ته د ایران نظر یوه بله پوښتنه وه چې امریکائي خبریال له باقری کني وپوښتله، د ایران د خارجه وزارت سرپرست هم ددغې پوښتنې په ځواب کې په دې په ټينګار سره چې یوازې د فلسطین خلک حق لري، د خپل راتلونکي لپاره فیصله وکړي، ووئيل؛ د ایران وړاندیز دا دی چې د فسطین ټولو خلکو په ګډون سره یوه ټول پوښتنه ترسره شي؛ هغه کسان چې اوس دنیواکي ټاټوبو په داخل کې دي او که د صهیونیسټانو ددباؤنو په خاطر مجبوره شوي دي ،له نیواکي ټاټوبو ولاړشي،هغه که مسلمان دي او که مسیحیان یا یهودیان،په دغې ټول پوښتنې کې ګډون وکړي او د خپل هیواد د راتلونکي او د خپلو سیاسی لارو چارو په باب پخپله فیصله وکړي.
باقري کني په دوام کې فلسطین د وارداتي یهودیانو نه،بلکې د دغه ټاټوبی د اصلی خاوندانو وبالۀ او وې وئيل؛ولې باید په نیویارک،واشنګټڼ، بروکسل یا ددنیا په بل ځاي کې د فلسطین د خلکو په باب فیصله وشی؟دغه شان حق دوی ته چا ورکړی دی؟آیا دفلسطین خلو دغه شان کوم حق هغو کسانو ته چې په نیویارک کې ناست دي ،ورکړی دی څو د دوي لپاره فیصله وکړي؟،ولې اجازت نه ورکوو څو د فلسطین خلک د خپل راتلونکي په باب پخپله فیصله وکړي؟دا د ایران د اسلامی جمهوریت له نظره یوه منطقي ،ترټولو ډیموکراټيکه او تر ټولو تل پاتې حل لاره ده.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست همداراز د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونلډټرمپ په ترور کې د ایران د لاسوهنې د ادعا او هم د سردار قاسم سلیماني د شهیدولو په باب د امریکا د ترهه ګر اقدام سره ئې دارتباط په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ددغې ادعا په ردولو سره ووئيل؛ دایران اسلامی جمهوریت به د خپلو حقوقو د پوره کیدا او همداراز د سردار سلیماني د جتایتکار ترور د پلانونکو،عاملانو او اجرا کونکو او آمرانو عدالت ته د سپارلو لپاره یوازې له قانوني داخلی او نړیوالو قضائي او حقوقي لارو چارو څخه استفاده وکړي.
علی باقری کني همداراز د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د خبرواترو د بیرته احتمالی پیلیدا په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې او دغه راز له ایران سره یوې نوي موافقې ته د رسیدا لپاره د امریکایانو دګروهنې په باب د یوې پوښتنې په باب هم په دې خبرې په ټينګار سره چې تهران هیڅکله له امریکاسره په نوي موافقې پسې نه دی ،ووئيل؛ جامعه نړیواله موافقه د ایران او ۵+۱ډلې په پخلا کیدا سره نهائي شوې ،خو امریکا له دغې موافقې څنګةشوې ده او ورته ئې ډیر تاوان رسولی دی.البته ایران تراوسه پورې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې یو غړی لوری دی، امریکا تراوسه پورې نه ده توانیدلې، جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته بیرته وګرځي، نو ځکه هغه هدف چې مونږ ئې تعقیبوو، د ۲۰۱۵ کال د موافقې احیاء کول دي.
د سی این این خبری چینل خبریال همدرااز د ایټمی وسلو د جوړولو او کارولو د حرام کیدا په باب د اسلامی انقلاب د رهبر آیت ا... خامنه اي فتواپه باب هم پوښتنه وکړه چې علی باقري کني په دې باب هم په دې په ټینګار سره چې د ایران رهبري، هم د ایران ترټولو لوړ دیني مرجع او هم د حکومت ترټولو لوړپوړی مرجع دی ووئيل؛د هغې فتوا اوم فرمان چې حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ئې صادروي ، د حکومت د ټولو اورګانونو او برخو لپاره لازم الاجرا دی او هیڅوک د هغه خلاف ورزي نشي کولی او نه به ئې وکړي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست همداراز دایران عربستان د اړیکو او هم ایران ته درسمي سفر لباره د عربتسان د ولی عهد محمد بن سلمان د موافقې په باب هم د یوشمیر پوښتنو په ځواب کې ووئیل؛ددواړو لورو ترمینځ د تهران او ریاض ته ددواړو هیوادونو دمشرانو د سفر لپاره سره خبرې شوي دي او دا موضوع ددواړو هیوادونو د خارجه وزارتونو په ایجنډا کې شته.