نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د صهیونیسټي رژیم مخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150490-نړیواله_ټولنه_باید_ژر_تر_ژره_د_صهیونیسټي_رژیم_مخه_ونیسي
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ويلي چې: له بده مرغه سیاسي، دوه مخي او غلطې هڅې د دې لامل شوي چې د غزې د ناورین لپاره هڅې بې نتیجې پاتې شي.
(last modified 2024-07-18T22:38:25+00:00 )
Jul 19, 2024 03:07 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د صهیونیسټي رژیم مخه ونیسي

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ويلي چې: له بده مرغه سیاسي، دوه مخي او غلطې هڅې د دې لامل شوي چې د غزې د ناورین لپاره هڅې بې نتیجې پاتې شي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشرې میریانا سپولیاریک ایګر سره لیدنه او خبرې اترې کړي دي.

په دغه کتنه کې باقري د فلسطین او غزې په تړاو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د هلو ځلو د قدردانۍ ترڅنګ، د فلسطین د مظلومو خلکو بشري حالت ډېر اندېښمنوونکی وباله او ویې ویل: له بده مرغه چې دغه دوه مخي، دوه ګوني او ناسم سیاستونه د دې لامل ګرځېدلي چې د غزې د کړکېچ د پایته رسولو هڅې تر اوسه بې پایلې پاتې شي."

هغه زیاته کړې: له بده مرغه په ​​غزه کې په هر ساعت کې له شلو زیات کسان شهیدان او ژوبل کېږي، هغه څه چې پیښ شوي یو انساني ناورین دی. نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د صهیونیسټي رژیم مخه ونیسي او هغه حساب ورکولو ته اړ کړي.

په دغه کتنه کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې مشرې ميريانا سپولياريک ايګر په غزه کې د بشردوستانه حالاتو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړې او له سره صليب سره يې د ايران د اسلامي جمهوريت د مرستو مننه وکړه.

هغې د غزې د اوسېدونکو د بشري کړاوونو د کمولو په برخه کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د هڅو په بيانولو سره ویلي چې، غزې ته به د بشري مرستو د لېږلو لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.