د  شطرنج د نړیوالې ورځې په سیالیو کې د ایران اتلوالي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150550-د_شطرنج_د_نړیوالې_ورځې_په_سیالیو_کې_د_ایران_اتلوالي
پارس ټوډې – ایران د شطرنج د نړیوالې ورځې د  دوستانه ټیم د سیالیو اتل شو
(last modified 2024-07-21T07:18:45+00:00 )
Jul 21, 2024 11:46 Asia/Kabul
  • د  شطرنج د نړیوالې ورځې په سیالیو کې د ایران اتلوالي

پارس ټوډې – ایران د شطرنج د نړیوالې ورځې د  دوستانه ټیم د سیالیو اتل شو

په ۱۹۶۶ کال ک یونیسکو  د شطرنج د نړیوال فیډریش  دتاسیس ددرنښت په مناسبت د جولائي شلمه نیټه د شطرنج د نړیوالې ورځې په توګه ټاکلې ده.

پارس ټوډې  راپور ورکړی، د شطرنج  دنړیوالې ورځې  په مناسبت د څلور اړخیزودوستانه ټیمونو سیالئ د  روسیې، مغولستان، صربستان او ایران د استازو په شتون سره  په ټیمي بڼه او د بریښنائي رڼا په برخې کې په آنلاین بڼه ترسره شوې.

ددغاو سیالیو په پاي کې د ایران ټيم چې رامتین کاکاوند،ماني پرهام اصل،محمد صالح کلانتري  او محمد رضا اسماعیل زاده پکې لوبې وکړې، بریالی شو ، پر نورو سیالانو په برلاسي سره  ددغو سیالیو اتلوالي وګټي.

د یادولو ده چې د شطرنج نړیواله ورځ  په درستې نړۍ کې ددغې لوبې د دودولو په خاطر  ترسره کیږي. د شطرنج نړیواله  ورځ  یو فرصت دی  دغې لوبې ته  د لازیات توجه لپاره چې  ډير اوږده مخینه(یعنی له میلاده کابو ۱۵۰۰کاله مخکې ) لري.