د شهید سردارقاسم سلیماني پر لارې په اقتدار سره د پزشکیان ټينګار
(last modified Mon, 22 Jul 2024 07:40:08 GMT )
Jul 22, 2024 12:10 Asia/Kabul
  • د شهید سردارقاسم سلیماني پر لارې په اقتدار سره د پزشکیان ټينګار

پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت منتخب ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د سردار شهید قاسم سلیماني لاره د وحدت ،یووالي او یوزړتوب لاره وه ووئيل؛باید ددغه لوي او بزرګوار شیهد لارې او مرام ته  دوام ورکړل شي.

د ایران نوي ټاکلي ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیاند شهیدا سردار قاسم سلیماني په کور کې په شتون سره د هغه له کورنۍ سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

پارس ټوډې راپور ورکړی،ډاکټر پزشکیان په دغې کتنې کې د شهید قاسم سلیماني  لوړ مقام ته په احترام سره، هغه د مجاهدت بیلګه او له  ځانه د څوکۍ او مقام د مینې  لیرې کونکی وبالۀ.

د ایران منتخب ولسمشر  هیله وښودله  چې  په نوي حکومت کې د خلکوپه صادقانه خدمت سره د شهیدانو  د سرښیندنې او قربانۍ  او زیار په وړاندې شرمنده نشي  او د شهیدانو په وړاندې  سرلوړي ووسي.

په دغې کتنې کې  دشیهد سلیماني کورنۍ هم  د حاج قاسم سلیماني  خدماتو ته په اشارې سره  ووئيل، شیهد سلیماني  خپل ټول عمر د ایران  خلکو ته دخدمت لپاره تیر کړ او یوه مشهوره جمله به ئې وئيله  چې ؛زما او زما  په شان د زرګونو ژوند د ایران له  ملته قربان شه::

د مقاومت د جبهې د شهیدانو د سردار کورنۍ  زیاته کړې ده ؛شهید سلیماني  په یووخت یو ملی شخصیّت او د اسلامی نړۍ لپاره یو امت پال شخصیت ؤ او له ګوندونو او  لورو ورآخو ئې فکر درلود او خلک ئې  په یوه لوري او خاص ګوند کې  نه بلل.

د شهید سلیماني کورنۍ همداراز د مقاومت په بهیر توجه او د سردار سلیماني  عزت رامینځةکونکې لارې دوام ،له نوي حکومته د ایران د ولس غوښتې وبللې او وې وئيل؛ ان شاالله شهیدان مرسته کوي څو په هغې لارې کې چې د قدرمن ولس د خدمت لاره ده، بریالي ووسئ.

د وئيلو ده ، ددغې  په زړه پورې  کتنې په پاي کې د شهید سردار سلیماني  کورنۍ د مقاومت د شهیدانو د سردار  یو انځور  هم د یاددښت په توګه  د ملت نوي منتخب ولسمشر ته ډالۍ کړ.

 د شهید قاسم سلیماني  له پوځي یونیفورم سره د  منتخب ولسمشر پزشکیان یادری عکس

 

    سردار جنرال قاسم سلیماني (1398- 1335 شمسی کال)، په حاج قاسم مشهور،د سپاه قدس د وخت قوماندان او د امریکا او صهیونیسټ رژیم  په وړاندې د لویدیځي  آسیا سیمې د مقاومتي چورلیز  قوماندان ؤ. هغه په عراق او سورئې کې د داعش  له پنځیدا وروسته، په دغو سیمو کې په شتون او  او ددغو دواړو هیوادونو  له حکومتونو سره په  ملګرتیا  کې د  ولسي ځواک په منظمولو  سره  ئې ، له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره  مبارزه وکړه او په نیول شوو سیمو کې ئې  د داعش د حکومت به نابودلو کې  ځانګړی رول  درلود.

 دپوځي تاکتیکونو په اجرا او د داستعماري نقشو په ناکامولو کې  د هغه ځيرتیا او تجروبه تر دې حده وه چې  هغه  ته د بې سیوري جنرال  لقب ورکړل شوی ؤ.بلاخره  سردار سلیمانی به ۶۳ کلنۍ کې  د ۱۳۹۸لمریز کال مرغومې یا جدي د میاشتې په ۱۳ نیټه د جمعې ورځې سهار وختي  په عراق کې  دبغداد په هواي ډګر کې د امریکا په وسیله یو لړ ترهه ګرو عملیاتو کې شهید شو.

هغه پيښه  چې سبب شوه ،ایران  په یوه بې مخینې اقدام کې عین الاسد پوځي مرکز یعني په عراق کې  د امریکا  اصلي پوځي مرکز باندې توغندي ووروي او دا په لویدیځي آسیا کې د امریکا دپوځي ځوا ک په ضد یو غیر رسمي جنګ پيل کړي.

 

ټیګونه