اسماعیل هنیه بیګا په یو برید کښې شهید شو
Jul 31, 2024 05:46 Asia/Kabul
د پيښې د علت او اړخونو څیړنه روانه ده او پایلې به یې وروسته اعلان شي.
د ایران د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک په یوه خبرپاڼه کښې، په تهران کښې د حماس د سیاسي دفتر د مشر او د هغه د یو ساتونکي د استوګنې په ځاې باندې په شوې حمله کښې د هغوي د شهادت خبر ورکړی دی.
سپاه په دغې خبرتیا کښې ویلي دي: د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی په تهران کښې د هغوي د پاتې کیدو په ودانۍ باندې له لرې نه د شوي برید له امله شهیدان شوي دي.
د پيښې د علت او اړخونو څیړنه روانه ده او پایلې به یې وروسته اعلان شي.
د ویلو ده چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په دستورو کښې د ګډون په موخه تهران ته راغلی و.
ټیګونه