د ایران د زلمیانو والیبال ملي ټيم د ۲۰۲۵نړیوالو لوبوته لار وموندله
پارس ټوډې – د ایران دزلمیانو ملی والیبال ټيم بحرین ته په ماته ورکولو سره د آسیا له اتلسو کلونو کم عمره ټیمونو د اتلوالۍ نیمه پاي لوبو ورسید او د ۲۰۲۵کال دنړیوالو لوبو د ټيمونو برخه شو.
د آسیا د ۲۰۲۴کال له اتلسو کلونو کم عمره ټيمونو د اتلوالۍ والیبال سیالیو دوهمه مرحله د اګست په لومړۍ نیټه د بحرین په منامې کې پیل شوې څو اته برلاسه ټیمونه نیمه نهائي مرحلې ته د لار موندلو لپاره د دوو ډلو په چوکاټ کې هڅه وکړي او ددوهمې ډلې اته ټيمونه له اتم تر شپاړسم مقام د ترلاسه کولو لپاره سره پخپلو کې سیالۍ وکړي.
پارس ټوډې راپور ورکړی، د ایران دزلمیانو والیبال ملي ټیم د سیالیو په دوهمې مرحلې کې له بحرین سره سیالي وکړه او د صفر په مقابل کې په درو ګیمونو ګټلو سره ئې نیمه پاي لوبو ته لاره وموندله.
دغلامي شاګرانو په دغې سیالۍ کې د بحرین ملی ټیم ته د ۱۲-۲۵،۲۲-۲۵ او ۱۴-۲۵ پوائينټونو سره ماتې ورکړه .
د ایران د والیبال ملی ټیم ددغې نتیجې په ترلاسه کولو سره په سیالیو کې په دوهمې مرحلې پخپل دوهم بریالیتوب سره نیمه پای لوبو ته لاره وموندله او دغه راز د ۲۰۲۵ کال دنړیوالو لوبو د ټيمونه برخه هم شو.
د نړیوال فیډریشن ونډو او برخې ته په پام سره چې ددسیالیو لومړني څلور ټيمونه د۲۰۲۵ کال دزلمیانو د نړیوال جام په سیالیو کې د شتون مجور ترلاسه کوي، د ایران د زلمیانو ملی والیبال ټیم هم په دغو سیالیو کې د شتون ارزښتمن مجوز ترالسه کړ او دنړیوالو سیالیو برخه شو.
د ایران د زلمیانو ملی والیبال ټیم به په نیمه نهائي لوبو کې له جاپان سره مقابله وکړي.