د ایران د ځلمیانو د غیږ نیونې ټیم د نړۍ اتل شو
پارس ټو ډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د ځوانانو د غیږ نیونې ټیم د غیږ نیونې نړیواله اتلولي وګټله.
د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې ملي لوبډلې ۳ د سرو زرو او ۳ د برونزو میډالونه وګټل او د نړۍ اتل شو. د پارس ټوډې د خبر له مخې، د نړۍ د ځوانانو د غیږ نیونې سیالۍ د زمری له ۲۹ تر ۳۱ د اردن په پلازمېنه امان کې ترسره شوې.
د دې سیالیو د ټیمونو په درجه بندۍ کې د ایران ملي ټیم په ۱۴۰ نمرو سره اتل شو، د ازبکستان ټیم په ۱۱۳ نمرو سره او د اذربایجان جمهوریت په ۱۰۵ نمرو سره په ترتیب سره دویم او دریم ځای خپل کړ.
د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې ملي لوبډلې په تیرې دوره کې هم د غیږ نیونې نړیوال اتلولي ګټلې وه.
کلیدي ټکي : د نړۍ د غیږ نیونې اتلولۍ، له کشتۍ سره د ایرانیانو دلچسپۍ ، ایراني غیږ نیوونکي، ایراني ځلمیان