د ایران د ځلمیانو د غیږ نیونې ټیم د نړۍ اتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151632-د_ایران_د_ځلمیانو_د_غیږ_نیونې_ټیم_د_نړۍ_اتل_شو
پارس ټو ډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د ځوانانو د غیږ نیونې ټیم د غیږ نیونې نړیواله اتلولي وګټله.
(last modified 2024-08-23T03:58:19+00:00 )
Aug 22, 2024 12:17 Asia/Kabul
  • د ایران د ځلمیانو د  غیږ نیونې ټیم د نړۍ اتل شو

پارس ټو ډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د ځوانانو د غیږ نیونې ټیم د غیږ نیونې نړیواله اتلولي وګټله.

د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې ملي لوبډلې ۳ د سرو زرو او ۳ د برونزو میډالونه وګټل او د نړۍ اتل شو. د پارس ټوډې د خبر له مخې، د نړۍ د ځوانانو د غیږ نیونې سیالۍ د زمری  له ۲۹ تر ۳۱ د اردن په پلازمېنه امان کې ترسره شوې.

د دې سیالیو د ټیمونو په درجه بندۍ کې د ایران ملي ټیم په ۱۴۰ نمرو سره اتل شو، د ازبکستان ټیم په ۱۱۳ نمرو سره او د اذربایجان جمهوریت په ۱۰۵ نمرو سره په ترتیب سره دویم او دریم ځای خپل کړ.

د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې ملي لوبډلې په تیرې دوره کې هم د غیږ نیونې نړیوال اتلولي ګټلې وه.

 

کلیدي ټکي : د نړۍ د غیږ نیونې اتلولۍ، له کشتۍ سره  د ایرانیانو دلچسپۍ  ، ایراني غیږ نیوونکي، ایراني ځلمیان