ولې د لویدیځو فیمینسټانو لپاره په فلسطیني ښځو باندې تیري اهمیت نلري؟
(last modified Thu, 29 Aug 2024 08:25:26 GMT )
Aug 29, 2024 12:55 Asia/Kabul
  • ولې د لویدیځو فیمینسټانو لپاره په فلسطیني ښځو باندې تیري اهمیت نلري؟

پارس ټوډې – فیمینسټي غورځنګ له خپلې تیرې تجربې درس نه دی اخیستی.

په هغو  پرله پسې تاوتریخوالو چې د فلسطین ښځې او ماشومان یې تجربه کوي هماغه راز د دغه غورځنګ د مشرانو لخوا ورباندې سترګې پټول کیږي.

په تیرو لسو میاشتو کښې د لویدیځو هیوادونو په زیاتو  فیمینسټانو او فیمینسټي ارګانونو او په تیره بیا انګلستان کښې په یوزړه توب کښې دوه ګونه معیارونه په واضح ډول لیدل کیږي.

پارس ټوډې خبري اژانس راپور راکړی په داسې حال کښې چې د اسرائیلو له ښځو په ملاتړ کښې د دغو  فیمینسټانو لخوا بې شمیره او چټک غبرګونه لیدل کیږي د فلسطین د میرمنو د ناوړه حالت په هکله اندیښمنونکي چوپتیا شته.

د امیندوارۍ او په پراخو جنسي تاوانونو باندې دغه په قصدي ډول سترګې پټول چې د اسرائیلو لخوا په فلسطیني میرمنو باندې تپل کیږي په تیره بیا دې ته په پام سره چې دا ډول مسائیل باید د فیمینزم د توجه مرکز ووسي د پام وړ دي.

د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تراوسه سلګونو زره فلسطینۍ ښځې د اسرائیلو په قید کښې دي او هغوې له غیر انساني چلندونو چې جنسي شکنجه ، د بدن د برمنډولو په حالت کښې وهل ټکول ، د جنسي تیري ګواښ کول پکښې شامل دي او د اسرائیلو عسکرو لخوا په ښځو باندې د جنسي تیریو دوه موردونه تائید شوي هم دي.

لویدیځو فیمینسټانو خپلې سترګې تړلي دي

حتی که چیرې د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په نولسمه نیټه د ملګروملتونو په راپور کښې په دوو مستندو شویو جنسي تیریو سترګې پټې شوي وي څرنګه کولای شو په تیرو شپږاویا کلونو کښې د اسرائیلو د پوځ لخوا د فلسطیني ښځو پرضد د جنسیتي تاوتریخوالي د تاریخې په لسیزو لسیزو باندې سترګې پټې کړو؟

د فلسطیني میرمنو او د ښځو پرضد د جنسي تاوتریخوالو په هکله ډیر راپورونه چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه مخکې خپاره شوي دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی کیږي.

په تیرو لسیزو کښې له ډیرو ثبوتونو سره سره د څلویښت زره فلسطینیانو شهیدولو چې نیمايي یې ماشومان دي او د څه د پاسه یویشت زره ماشومانو له بې درکه کیدا سره سره فیمینسټي غورځنګ له خپلې تیرې تجربې درس نه دی اخیستی.

هغه پرله پسې تاوتریخوالی چې د فلسطین ښځې او ماشومان یې تجربه کوي هماغه راز ورباندې زیاتې سترګې پټول کیږي.

د تیر وخت په شان د روان میلادی کال د جون د میاشتې په دولسمه نیټه د ملګروملتونو په وروستي راپور باندې هم  سترګې پټې کړې شوې او دغه راپور نه دی توانیدلی چې د نړۍ وجدانونه راویښ کړي یا ورته له معنا څخه ډک غبرګون وښي.

د جنسي تاوتریخوالي کلتور:

دغه جنسي او جنسیتي تاوتریخوالی سړیو ته هم پراخ شوی دی.

په هغو راپورونو سره چې ښيي د فلسطین سړي په ځلونو د اسرائیلي عسکرو لخوا په زوره برمنډ کړې شوي او هغوې جنسي شکنجه شوي دي.

یوازې تیره اونۍ د اسرائیلو د «سده تمان» زندان په هکله اندیښمنونکي ویډیو خپره شوه چې ښودنه کوي چې د اسرائیلو د پوځيانو  لخوا په یوه فلسطیني باندې په ډله ئیز ډول جنسي تیری شوی دی.

د اسرائیلو وزیرانو چې اسموتریچ پکښې هم شامل دی په چټکۍ سره دغه ویډیو وغندله خو د ویډیو محتوا یې ونه غندله یعني په فلسطیني بندي باندې یې جنسي تیری ونه غاند.

د لیکوډ ګوند د «هانوخ میلویسکي» په شان ځینو کسانو دغه جنسي تیری توجیه کړ او هماغه ډول چې هیله یې کیدله د لویدیځو هیوادونو فیمنیسټانو چوپتیا غوره کړه.

د فیمنیسټي ټولنې د نورو غړیو لخوا دغه ناوړه چوپتیا هم په هماغه اندازه محکومه ده ؛ او په تیرو میاشتو کښې له غزې تړانګې څخه په ویرونکو عکسونو باندې سترګې پټول هم د یوې سترې بې انسانیتۍ په معنا دي.

کله چې اویا فیصده کسان چې وژل شوي دي ښځې او ماشومان دي؛ او کله چې فلسطیني میرمنې د خپلو ورکو شویو ماشومانو لپاره په کنډوالو او ښځلو کښې  ماشومان لټوي،  کله چې میندې خپل مړه شوي بچیان په غیږو کښې نیسي او کله چې کورنۍ د پناه غواړو په کیمپونو کښې په داسې حال کښې چې ویده دي په اور کښې سوځي او کله چې میندې د اسرائیلو د لوږې د کمپاین په دلیل د لوږې په خاطر د خپلو بچیانو د مړینې تماشه کوي او کله چې فلسطیني ماشومان د قحطۍ په شرایطو کښې د خواړو لپاره ژاړي ، چوپتیا نور د سیاست کولو په معنا نه ده بلکې د فیمنیزم اصولو ته د خیانت کولو په معنا ده.

د فلسطین د غزې تړانګې د نسل  کشۍ په اوږدو کښې وروستیو پیښو، د فیمنیسټي غورځنګ ناکامیانې ډیر راګرڅندې کړي ډي او په هغه یې د شرم سیوری غوړولی دی.

د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې وروسته په غزې تړانګه کښې په یوې مرګوني اونۍ کښې ځینو  فیمینسټانو په دغه کړکیچ باندې د غور کولو پرځاې د بریتانیا د لومړي ویر کیر اسټارمر په جذاب ظاهر باندې غور وکړ. ایا مونږ په یوې موازي او برابرې دنیا کښې ژوند کوو؟

په سطحي مسائیلو باندې دغه قصدي تمرکز او په مهمو مسائیلو باندې سترګې پټول په فیمینسټي غورځنګ کښې د انحراف ښودنه کوي او دا خبره په ګوته کوي د دغه غورځنګ مشران هغه وخت چې شهرت یې درلود  همدا اوس د فلسطین ضده، توکمپاله او له اسلام څخه د خلکو د ویرولو ګروهنې لري.