د ایران خارجه وزیر په لبنان کښې ترهګر عملیات وغندل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل لبناني همرتبه عبدالله بو حبیب سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د لبناني ښاریزو په هدف ګرځولو کښې د صهیونیسټي رژیم ترهګر اقدام په کلکه وغنده.
د فارس د خبر له مخې سید عباس عراقچي د تسلیت په ویلو او د لبنان له حکومت او ولس او همداشان د دغې پیښې د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره د غمرازۍ په څرګندولو سره، د زخمیانو د درملنې یا یې تهران ته د منتقلولو په لړ کښې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان په یادې ترهګرې پیښې کښې په لبنان کښې د ایران د سفیر ښاغلي اماني زخمي کیدو ته په اشارې سره، د لبنان د حکومت له خوا د هغه د سمدستي درملنې په مننې سره، د هغه پوښتنه وکړه.
د لبنان خارجه وزیر هم د دغه ټیلیفوني تماس او د ایران له خوا د تسلیت او خواخوږۍ د څرګندولو او له لبنان سره یې مرستې ته د چمتووالي له اعلانولو په مننې سره، د لبنان د حکومت له خوا د دغې ترهګرې پيښې په جدي تعقیبونې ټینګار وکړ.
یاده دې وي چې رسنیو پرون مازیګر د لبنان په څو سیمو کښې د (پيجر) په نامه د څو ارتباطي ډیوایسونو د چاودنې خبر ورکړی و.
دغه نوي اخیستل شوي پيجرونه چې زیاتره د حزب الله غړو کارول، لیتیومي بیټرۍ لري چې هغه چاودلې دي.