ولسمشر پزشکیان د تهران او ماسکو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152474-ولسمشر_پزشکیان_د_تهران_او_ماسکو_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
د ایران ولسمشر د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګئي شویکو په کتنه کښې، د تهران او ماسکو اړیکې مخ په ودې او پراختیا وبللې.
(last modified 2024-09-17T23:28:54+00:00 )
Sep 18, 2024 03:57 Asia/Kabul
  • ولسمشر پزشکیان د تهران او ماسکو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

د ایران ولسمشر د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګئي شویکو په کتنه کښې، د تهران او ماسکو اړیکې مخ په ودې او پراختیا وبللې.

د ایرنا د رپورټ له مخې، مسعود پزشکیان پرون د سرګئي شویکو په کتنه کښې، د ایران او روسیې د اړیکو رغنده مخینې ته په اشارې سره وویل: څوارلسم حکومت به د دواړو هیوادونو د اړیکو د سویې د لوړاوي په لاره کښې روان اقدامات په جدیت سره تعقیب کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او روسیې ترمینځ د اړیکو ژورتیا او پياوړتیا، د دواړو هیوادونو خلاف د بندیزونو او ناعادلانه اقداماتو د اغیزې د کمیدو لامل وبلله او زیاته یې کړه: د تهران او ماسکو ترمینځ اړیکې به په دائمي، دوامداره او تل پاتې توګه پراخې شي.

په دغه ملاقات کښې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګئي شویګو هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دغه هیواد ولسمشر ترې غوښتي چې د ایران د اسلامي جمهوریت جګ پوړو چارواکو ته دا پيغام ورسوي چې په سیمه ایزو مسائیلو کښې د ملګرتیا لپاره له ایران سره د روسیې د دریځ نه دی بدل شوی، وویل: ولسمشر پوتین د روسیې په قازان کښې د بریکس سرمشریزې په څنډه کښې له تاسو سره ملاقات ته سخت په تمه دی.