د اسرائیل سایبري ټروریزم ته د ایران د خارجه وزارت غبرګون:
دا یو نړیوال ګواښ دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند د اسرائیل د رژیم له لورې د موبایلونو او مخابرو له لارې د لبنان د خلګو وژنه، د ډله وژنې بېلګه وبلله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی وویل: په لبنان کې د دغه وروستی ټروریستي عملیات، د اسرائیلو او د هغوی د مزدورانو د عملیاتونو په دوام کې او له ټولو اخلاقي، انساني، او نړیوالو حقوقو په خلاف تر سره شوي او د نړیوال تعقیبونې، محاکمې او سزا لامل ګرځي.
کنعانی زیاته کړه: دغه ترکیبي ټروریستي اقدام، چي په حقیقت کې یو ډول ډله وژنه ده، یو ځلې بیا په ښکاره توګه دا ثابتوي چي صهیونیست رژیم د فلسطین د خلګو په خلاف د نسل وژنې او جنګي جنایتونو تر سره کولو ماسېوا، نړیواله سوله، سیمه ایزه امنیت او ثبات ته جدي ګواښ رامینځ ته کړی دی.
هغه جوته کړه: په دې خاطر د اسرائیل د رژیم له ټروریستي اقداماتو او ګواښونو سره مقابله یو څرګند ضرورت دی او اړتیا ده چي نړیواله ټولنه د صهیونیست رژیم د سزا کولو لپاره چټک اقدام وکړي.
دې سره هممهاله په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازی په لبنان کې د اسرائیل د رژیم د ټروریستي برید په غندلو سره وویل: اسرائیل رژیم باید د دغه بوږنوونکی جنایت او یرغل سزا وویني.
رسنیو تېره ورځ هم د لبنان په ځینو سیمو کې د مخابراتي دستګاو د چاودېدلو خبر ورکړ.
د لبنان د روغتیا د وزارت د راپور له مخې، په دغه ټروریستي اقدام کې دریو زرو نه زیات کسان ژوبل شوي او ۱۱ تنه هم شهیدان شوي دي.