لبنان کښې د سپاهِ پاسداران یو صلاحکار شهید شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152734-لبنان_کښې_د_سپاهِ_پاسداران_یو_صلاحکار_شهید_شوی_دی
د اسرائيلو د نسل وژونکي رژیم له خوا د لبنان د پلازمینې بیروت د جنوب صاحیه سیمې د بمبارۍ له امله د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران یو پوځي صلاحکار شهید شوی دی.
(last modified 2024-09-29T03:46:11+00:00 )
Sep 29, 2024 08:12 Asia/Kabul
  • لبنان کښې د سپاهِ پاسداران یو صلاحکار شهید شوی دی

د اسرائيلو د نسل وژونکي رژیم له خوا د لبنان د پلازمینې بیروت د جنوب صاحیه سیمې د بمبارۍ له امله د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران یو پوځي صلاحکار شهید شوی دی.

د اسرائيلو د نسل وژونکي رژیم له خوا د لبنان د پلازمینې بیروت د جنوب صاحیه سیمې د بمبارۍ له امله د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران یو پوځي صلاحکار شهید شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د عامه اړیکو څانګې ویلي دي، زمونږ ویاړمن او في سبیل الله مجاهد او مهاجر جنرال عباس نیلفروشان چې د مقدسې دفاع یو تجربه کار او جانباز قومندان او په لبنان کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر صلاحکار و، د جمعې په ماښام د ظالم صهیونیسټي رژیم په ترهګره حمله کښې شهید شو .  سپآه پاسداران په لبنان کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونه په کلکه غندي او د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د دغه شهید قدرمنې کورنۍ او د جنګ ملګرو ته مبارکي او تسلیت واوایه.

د اسرائیلو نسل وژونکي رژيم تیره شنبه هم د بیروت په سویلي سیمې باندې بمبارۍ کښې د حزب الله د اجرايي شورا مرستیال «نبیل قاووق» شهید کړ.

د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، په تیره یوه اونۍ کښې په لبنان باندې د اسرائیلو د جنایتکاره رژیم د پوځ د پراخو بریدونو له امله له ۷۰۰ ډیر کسان شهیدان شوي او لږترلږه ۲ زره ۶۰۰ تنه نور زخمي شوي دي.