د بریکس غړي هیوادونه نړیوال نظم د عدالت له مخې بدلوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په روسیې کښې د بریکس غونډې ترڅنګ وویل چې د دغې ډلې غړي د عدالت او صلحې په لړ کښې د نړیوال نظم له بدلونه ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په روسیې کښې د بریکس غونډې ترڅنګ وویل چې د دغې ډلې غړي د عدالت او صلحې په لړ کښې د نړیوال نظم له بدلونه ملاتړ کوي.
سید عباس عراقچي پرون د روسیې په کازان کښې د بریکس غونډې د ترسره کیدو په څنډه کښې د ایزوستیا نومې روسي ورځپاڼې خبریال ته وویل: د بریکس راتلونکی روښانه دی او د هغو هیوادونو او شرکتونو شمیر هم زیات شوی چې په دغه ډله کښې شاملیدو ته یې خپله ګروهنه ښودلې ده.
عراقچي څرګنده کړه: هیوادونه د بریکس په اهمیت او د دغه سازمان په تفکر او اهدافو پوهیږي کوم چې د عدالت او صلحې په بنیاد د یو نړیوال نظم رامینځته کول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: امریکا غواړي چې په نوي نړیوال نظم کښې هم د خپلې سلطې غلیمانه سیاستونو ته دوام ورکړي. البته داسې به ونه شي ځکه چې امریکا د وخت په تیریدو سره کمزورې شوې ده او کوم هیوادونه هم چې په بریکس کښې شاملیږي، د صلحې او عدالت په بنیاد د نړیوال نظم له بدلیدو ملاتړ کوي.