له ایرانه د ناقانونه اتباعو په ایستلو ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153666-له_ایرانه_د_ناقانونه_اتباعو_په_ایستلو_ټینګار
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو مشر قومندان یوځل بیا ټینګار وکړ چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پاې پورې دوه میلیونه مدرک نه لرونکي کډوال له ایرانه ایستل کیږي.
(last modified 2024-10-29T05:45:37+00:00 )
Oct 29, 2024 10:11 Asia/Kabul
  • له ایرانه د ناقانونه اتباعو په ایستلو ټینګار

د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو مشر قومندان یوځل بیا ټینګار وکړ چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پاې پورې دوه میلیونه مدرک نه لرونکي کډوال له ایرانه ایستل کیږي.

احمد رضا رادان زیاته کړه: تراوسه اته نیم لکه بې مدرکه مهاجر له ایرانه ایستل شوي دي.

په ایران کې د اتباعو د منطمولو پروګرام په دې وروستیو کې پیل شوی او په ایران کې د میلیونونو بهرنیو اتباعو د غیر مجاز شتون ستونزو او پایلو ته په پام سره، د اسلامي جمهوریت حکومت هوډ لري چې هغه غیر مجاز اتباع چې له ختیځو پولو څخه ایران ته په غیرقانوني ډول داخلیږي، وباسي.

په افغانستان کې له سیاسي او امنیتي بدلونونو وروسته، د طالبانو په بیا واکمنیدو سره، د ایران اسلامي جمهوریت د افغان مهاجرینو او پناه لټونکو له یو لوی سیلاب سره مخامخ شو چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شول، داشان چې په ایران کې د افغان مهاجرینو شمیر له شپږ ملیونو واوښته. په ایران کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو له ۹۰ فیصدو څخه زیات، افغانان دي چې زیاتره یې په غیر قانوني توګه دې هیواد ته داخل شوي دي.

په ایران کې د رسمي چارواکو په وینا، د دې شمېر اتباعو د اوسیدو لګښت په کال کې له لسو ملیارد ډالرو څخه زیات دی، چې نړیوالې کړۍ پرې سترګې پټې کړي دي. خو سره له دې  د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو له امله له سختو شرایطو سره سره د کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړی، خو د ناقانونه اتباعو د شتون له امله د رامنځته شویو ټولنیزو او امنیتي ستونزو له امله نه یوازې ایران بلکې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د هغوي د منظم کولو په موخه هلې ځلې پیل شوې دي.

له همدې امله د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو قومندان هم اعلان وکړ، اجازه نه شو ورکولی چې ځیني کسان په غیر قانوني توګه ایران ته ننوځي او دلته ژوند او کار وکړي. ناقانونه بهرنیان په هیڅ توګه نه شي کولې چې د ځان لپاره کار پيدا کړي او هستوګن شي.

البته په وروستیو کلونو کې د ایران او افغانستان د دواړو ولسونو بدغواړو او غرضي عناصرو هڅه کړې ده چې له افغان اتباعو سره د پولیسو د ناوړه چلند په اړه د جعلي خبرونو او اوازو په خپرولو سره د دواړو هیوادونو په اړیکو باندې منفي اغیز وکړي. په هم دې وجه د ایران د پولیسو مشر قومندان ویلي چې د مدرک نه لرونکو کډوالو ایستل به نه یوازې په ایران کښې د جرمونو په کمیدو کښې مرسته او اغیزه وکړي بلکې په دې لړ کښې د غرضي کړیو پروپاګنډۍ به هم ختمې کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت باور لري چې افغانستان ته د کډوالو ستنیدل به د خپل هیواد د بیارغونې په بهیر کښې د هغوي د ونډې او ګډون لپاره یو مناسب فرصت وي. طالبان په افغانستان باندې د واکمنانو په توګه هم د کډوالو د منلو لپاره له یو دروند مسئولیت سره مخامخ دي، په دې وجه د هغه هیواد وګړي چې صلحه او امنیت لري، پناه غواړي او کډوال نه ګڼل کیږي او طالبان باید د حالاتو په برابرولو او د کډوالو په ورستنولو سره ، د افغانستان په بیارغونه کښې د هغوي د ګډون زمینه برابره کړي.

*/*/*/