د تفتان د ترهګریزې پېښې مشر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153866-د_تفتان_د_ترهګریزې_پېښې_مشر_ووژل_شو
سحاب ـ د ایران د پولیسو ویاند د تفتان د رامنځته شوې پېښې د ترهګرې ډلې د مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2024-11-03T21:38:49+00:00 )
Nov 04, 2024 02:07 Asia/Kabul
  • د تفتان د ترهګریزې پېښې مشر ووژل شو

سحاب ـ د ایران د پولیسو ویاند د تفتان د رامنځته شوې پېښې د ترهګرې ډلې د مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.

یادې ترهګرې ډلې د شنبې په ورځ د ایران بلوجستان او سیستان ولایت په تفتان ولسوالۍ کې په یوه تروریستي عمل کې د انتظامي یا فراجا پولیسو لس تنه ماموران په شهادت رسولي وو.

سحاب شبکې د ایرنا خبري اژانس له قوله خبر ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د عمومي قومندانۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال او د پولیسو ویاند ډګرجنرال سعید منتظرالمهدي د یکشنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان ولایت مرکز زاهدان ته د سفر په ترڅ کې وویل: د یو لړ پیچلو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د یادې تروریستي ډلې مشر د سیستان او بلوچستان ولایت د تفتان ښار په ګورکوه سیمه کې ووژل شو.

د نوموړي په وینا، د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال یې دوه نور ترهګر هم نیولي دي.

د ایران د پولیسو ویاند دغه راز د شپږ تنو هغه کسانو د نیول کېدو څخه هم خبر ورکړ چې د دغه ترهګرو ډلو همکاري یې کوله او په تیرو کالونو کې د ګڼ شمېر انتظامي او نورو پولیسو په وژلو باندې اعتراف هم کړی دی.