«هدهد» او «کوثر» اولني معلومات ایران ته راواستول
په روسیې کښې د ایران سفیر له فضا څخه د هدهد او کوثر په نامو د دوو ایراني سپوږمکیو څخه د سګنلونو د ترلاسه کیدو خبر ورکړ.
د روسیې لپاره د ایران سفیر «کاظم جلالي» په خپلې ایکس پاڼې لیکلي دي: د ځمکې ۵۰۰ کیلومیټري مدار ته د «کوثر» او «هدهد» سپوږمکیو له رسیدو څو ساعته وروسته، د ایران په اسلامي جمهوریت کښې ځايي جوړو ځمکنیو سټیشنونو له هغو څخه ټیليمیټر ترلاسه کړ.
په هم دې لړ کښې د «دانش بنیان امیدفضا» ایراني شرکت عامل مدیر «حسین شهرابي» هم وویل: ویاړو چې له هدهد سپومکۍ څخه د اولنیو سګنلونو د ترلاسه کولو د خوشالۍ خبر اعلانوو.
«شهرابي» وویل: د سګنلونو ترلاسه کیدل ثابتوي چې د سپوږمکۍ توغول او د ساتونکې برخې کار او له راکټ څخه یې جلاکیدل بریمن وو او د هدهد سپوږمکۍ د آنتنونو میکانزمونو کار پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه: د «کوثر» سپوږمکۍ له سټیشنه هم مهم خبر ترلاسه شوی چې ښودنه کوي کوثر هم د هدهد په شان د خپلې سلامتیا سګنل رالیږلی دی.