ایران زر تنه افغان بندیان خپل هېواد ته سپاري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154250-ایران_زر_تنه_افغان_بندیان_خپل_هېواد_ته_سپاري
د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقوق د نړیوال چارو مرستیال او د محکومو کسانو د انتقال د کمیټې مشر په راتلونکو دوو میاشتو کې  خپل افغانستان ته د  دوو زره افغان بندیانو د استولو خبر ورکړ.
(last modified 2024-11-13T08:14:37+00:00 )
Nov 13, 2024 12:42 Asia/Kabul
  • ایران زر تنه افغان بندیان خپل هېواد ته سپاري

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقوق د نړیوال چارو مرستیال او د محکومو کسانو د انتقال د کمیټې مشر په راتلونکو دوو میاشتو کې  خپل افغانستان ته د  دوو زره افغان بندیانو د استولو خبر ورکړ.

زمونږ د خبریال  د راپور له مخې؛ عسکر جلالیان وویل: له افغانستان سره د محکومو کسانو انتقال موافقه په ۱۳۸۵ کال کې شوې او د افغانستان واکمن پلاوی هم په دې موافقه پابند او مقید دی او اوس کابل ته روان یم چې په تهران کې د افغانستاني بندیانو او په کابل کې د ایراني بندیانو د لېږدولو په مساله خصوصي مذاکرات وکړم.

هغه وویل په مختلفو برخو کې د ایران او افغانستان اړیکي ښه دي او دواړه ولسونه  ډېرې ګډولې لري او شاید ډېر دښمنان ونه غواړي  ایران له خپلو ګاونډیانو سره ښه اړیکي ولري خو دواړه ولسونه له یو بل سره ژور اړیکي لري او باید هڅه وکړي نور هم زیات شي.

ده وویل غواړو په راتلونکو دوو میاشتو کې زر افغان بندیان خپل هیواد ته ستانه کړم چې هغوي د بندیتوب دوره په خپل هیواد کې تېره کړي او  د دغه انتقال په اړه د ایران نظر په بشري انساني قواعدو ولاړ دی.

 ده وویل زیاتره دغه زندانیان  له نشه ایزو موادو سره په اړوند جرایمو محکوم دي او ځینو یې داسې جرمونه کړي چې  خصوصي اړخ یې ختم شوی او اوس د عمومي اړه له امله په جیلونو کې دي.

 د ایران د عدلیې د وزیر د نړیوالو چارو مرستیال وویل چې  د هر یو زنداني لیږدول د هغه په خپله خوښه کیږي او که بندي راضي نه وي  خپل هیواد ته نه ستنول کیږي بله دا چې  باید خصوصي شاکي  یا پور ونه لري او سزا یې هم باید اعدام یا قصاص نه وي.

 ده په افغانستان کې د ایرانیو بندیانو په اړه هم وویل: د وروستیو شمېرنو له مخې،  په افغانستان کې د بندي ایرانیانو شمېر تر لسو کم دی او هڅه کوي هغوي هم په یوې منطقي لارې او د موافقې په اساس خپل هیواد ته راولو.