د پینګ پونګ نړیوالو سیالیو کې ایران د برونزو مډال وګاټه
-
د ایران لوبغاړي د پینګ پونګ په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
پارس ټودي- د پینګ پانګ د ځوانانو په نړیوالو سیالیو کې د ایران د میز ټینس لوبغاړي د برونزو مډال وګاټه.
د ایران د میز ټینس لوبغاړې "بنیامین فرجي" په دغو سیالیو کې د نړۍ د ځوانانو د اتلولۍ د برونزو مډال په ګټلو سره په دغه سیالیو کې خپل سفر پای ته ورساوه.
د پارس ټودی د خبر له مخې، "فرجي" له پنځلس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې د چين له "لي هي چن" سره مخامخ شو او په يوې سخته لوبه کې يې خپل سيال ته څلور پء دوه خپله رقیب ته ماتې ورکړه او د دغه نړیوالو سیالیو د برنزو مډال یې وګاټه.
فراجي نیمه پایلوبې ته له رسیدو مخکې د سویډن، جاپان او چینایي قوي سیالانو ته هم ماتې ورکړې وه.
د نړۍ د تنکي ځوانانو او ځوانانو د میز ټینس سیالۍ د نړۍ د غوره پینګ پونګ لوبغاړو په ګډون د نومبر له 22 څخه تر 30 پورې د سویډن په هیلسنبورګ کې ترسره کیږي.